د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" په ګډون تروریستي ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې ددغو ډلو پر وړاندې دې اقدامات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د اکتوبر پر ۳۱ (لړم لسم) په اسلام اباد کې اونيزې خبري غوندې ته د وينا پر مهال وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي د ډلې د فعالیتونو په تړاو شواهد او اسناد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.
میرمن بلوڅې وویل: "دا ډیره زیاته مهمه ده چې افغان مقامات [طالبان] ددغې تروریستي ډلې پروړاندې اقدام وکړي...دا نه یوازې د پاکستان غوښتنه ده، بلکې د مسکو په فارمټ کې شاملو غړو هیوادونو هم د افغانستان دحکومت [طالبانو حکومت] څخه ورته غوښتنې لرلې چې ددغو ډلو پر وړاندې ملموس اقدام دې ترسره کړي اود ګاونډیو پر خلاف دې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلومخه ونیسي".
د ټي ټي پي سره د خبرو وړاندیز ردول
د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ دغه خبري کنفرانس ته وويل چې پاکستان له هغو ترهګرو ډلو سره د خبرو اترو هيڅ علاقه نه لري چې د پاکستان د ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو د وژنې مسوليت لري
د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو اترو په اړه "هر ډول وړانديز يا مشوره" په کلکه رد کړې ده.
هغې وویل، پاکستان باور لري چې دا ډول سپارښتنې د هغو خلکو لپاره سپکاوی دی چې د ټي ټي پي د فعالیتونو له امله یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
نوموړې دا خبره وروسته تر هغه کړې چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځينو چارواکو پاکستان ته مشوره ورکړې وه چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې د خبرو اترو له لارې ستونزه هواره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وويل: "دا د افغان چارواکو لومړنی مسوولیت دی چې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد، چې په افغانستان کې مېشت دي، اقدام وکړي."
نوموړې زياته کړه چې په دې اړه يې په افغانستان کې د طالبانو چارواکو ته "کره شواهد" هم وړاندې کړي دي.
په پاکستان کې د ناامنۍ د پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د ټي ټي پي خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی ده چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې ده چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.
بل خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو ادعاوې رد کړې دي. هغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.
فورم \ دبحث خونه