د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د کابل-اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو ژمنه وکړه


عمران خان امریکا غږ ته وویل چې ګوند د ټاکنو د ګټلو ډېر چانس لري
عمران خان امریکا غږ ته وویل چې ګوند د ټاکنو د ګټلو ډېر چانس لري

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي که ګوند یې ټاکنې وګټلې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د اړیکو ښه کولو هلې ځلې وکړي.

د وروستیو نظر پوښتنو له مخې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې تر نورو سیاسي ګوندونو مخکې بلل کیږي.

نوموړي امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ "بې اعتمادي شته" او باید په خبره یې پاکستان له افغانستان سره "مناسب" روابط جوړ کړي.

عمران خان همدغه راز طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د ولسمشر غني بې قید او شرط وړاندیز وستایه او وویل چې په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره باید پاکستان "له هر ډول نفوذ څخه چې کولی شي" استفاده وکړي.

افغان حکومت او امریکايي چارواکو په وار وار پاکستان په افغانستان کې په روان جنګ او د اورپکو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي. سپینې ماڼۍ په خپلې خاورې کې د ترهګرو پر ضد د کافي اقداماتو نه کولو لپاره پر پاکستان مالي مرستې ځنډولې دي.

عمران خان او د پاکستان انتخابات

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي چې په روانو انتخاباتو کې د هغه د ګوند د ګټلو چانس ډېر لیدل کیږي. عمران خان وویل" زه یو لوبغاړی یم او تل مې د ګټلو فکر کړی دی. زه فکر کوم موږ ښه چانس لرو."

نوموړي وویل دا په تېرو ۲۲ کلونو کې د هغه او د هغه د ګوند لپاره تر ټولو ښه فرصت دي چې انتخابات وګټي او هغه د پاکستان صدراعظم شي.

د پاکستان په حکومتي ادارو کې د "فساد ورکول، د بې وزلۍ ختمولو پروګرامونو پیلول، د تعلیمي او روغتیايي چارو پراخول او زیاتول او پاکستان په یو خیریه اسلامي دولت بدلول" د عمران خان مهم انتخاباتي شعارونه دي.

خو د عمران خان مخالف سیاستوال او په خاص ډول د مسلیم لیګ نواز ګوند هغه تورنوي چې د پاکستان له پوځ سره یې په ګډه د خپلو سیاسي مخالفانو د ګوښه کولو پر ضد دسیسه کې شامل دی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، چې د روانو ټاکنو یو مخکښ کاندید بلل کېده، د فساد او بډې اخیستلو په تور زندانی شوی دی. د هغه ګوند عمران خان تورنوي چې ښاغلی شریف پر ضد یې دسیسه جوړه کړې چې ځان ته میدان خالي کړي.

خو عمران خان وايي" اول د هغه (نواز شریف) نوم د پاناما په اسنادو کې راغی، بلاخره هغه د فساد او پاکستان څخه د میلیونونه روپیو د ویستلو/سپینولو په تور محکوم شوم، خو هغه وايي دا د هغه پر ضد دسیسه وه. ما هغه محکمې ته راکش کړي او د هغه پر ضد مې دعوه وګټله، اوس هغه فکر کوي چې زه هم د دغې دسیسې برخه یم."

د پاکستان انتخابات د همدغې میاشتې په ۲۵ تاریخ کیږي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسونپوځ تورن کړی چې په ښکاره هلې ځلې کوي چې په ټاکنو کې خپلې مداخلې ته لار پرانیزي.

دا کمیسیون د (جولاۍ۱۶) اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د پخواني صدراعظم نواز شریف او د مسلم لیګ ګوند پر ځینو نورو غړو فشار راوړی چې خپل ګوند ته له وفادارۍ لاس واخلي او له ځینو نورو یې غوښتل شوي چې انتخاباتي سیالۍ پریږدي.

XS
SM
MD
LG