د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د چهارشنبې د ورځې (جولای میاشتې ٢٥) ټاکنو لپاره په ټول هیواد کې رخصتي اعلان کړې او د رایو مرکزونه به د سهار له اتو بجو نه د ماښام تر شپږو بجو پورې د رای اچونې لپاره پرانستي وي.
د ټاکنو لپاره د رایو بکسونه، د رایو کارتونه او اړونده نور شیان د رایو مرکزونو ته رسول شوي دي.
د پاکستان په څلورو ایالتونو، اسلام اباد او قبایلي سیمو کې سبا د ملي اسمبلې د ټاکنو لپاره سره له ننه، د تورخم پرته د افغانستان د چمن، انګور اډې او غلام خان لارې تړل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي يواځې د تورخم لاره به د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه وي.
د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون په غوښتنه په ټول هېواد کې به د رأی ورکولو د څه باندې پنځه اتیا زرو مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره ٣٥٠ زره پوځیان گمارل شوي.
د انتخاباتو نړیوال او سیمه ییز څارونکي به هم دغه انتخابات له نږدې څاري. د اروپایي اتحادیې ٦٠ څارونکي به د رأی ورکولو په لویو مرکزونو کې د رأی ورکولو د بهیر څارنه به کوي.
د پاکستان د ملي اسامبلې او د څلورو ایالتونو د محلي اسامبليو لپاره له ۱۲ زرو زیات کاندیدان درېدلي چې اکثره ې له لویو گوندونو، پیپلز پارتي، مسلم لیګ او د تحریک انصاف څخه دي.
خو د پاکستان په ټاکنو باندې د پوځ له خوا لاسوهنې او د تندلارو له خوا نا امنۍ سیوری غوړولی.
څیړونکي وایي د پوځ لاس وهنې ښایي د انتخاباتو پایلې پاکستان له دوامداره بې ثباتۍ و نه ژغوري او نه به هم د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اړیکې ورغوي.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، ویل کېږي چې په انتخاباتو کې د پوځ او ای اس ای د لاسوهنې هدف دا دی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې اوسمهال په خېبر پښتونخوا ایالت کې حکومت کوي، قدرت ته ورسېږي.
که څه عمران خان له ١٩٩٧ میلادي کال راهیسې په سیاست کې دی خو د هغه گوند په تیرو دریو ټاکنو کې پاتې راغلی او ښاغلي خان هیڅ کله په حکومت کې دنده نده ترسره کړې.
څیړونکي وایي عمران خان په اتمي وسلو د سمبال پاکستان اداره کولو ته چې دوه میلیونه نفوس لري هم پوره تیار ندی.