د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د هوا ککړتیا ؛ په دوو ښارونو کې روغتیایي اضطراري حالت اعلان شو


د پاکستان د پنجاب ولایت په دوو سترو ښارونو، ملتان او لاهور کې چارواکو جمعه نومبر ۱۵ ( لړم ۲۵) روغتیایي اضطراري حالت اعلان کړ او هم یې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او کاروبارونو باندې محدودیتونه وضع کړل.

د دې ولایت جګپوړې وزیرې مریم اورنګزیب په خبري کنفرانس کې وویل چې "غبار اوس مهال ملي آفت دی چې په یوې میاشت یا یو کال کې نه ختمیږي".

میرمن اورنګزیب وویل چې د دریو ورځو څخه وروسته به چارواکي دوباره وضعیت وارزوي او د راتلونکې لپاره به د اقداماتو اعلان وکړي.

په پنجاب کې چې د وګړو شمیر پر اساس د پاکستان تر ټولو ستر ولایت دی، د څو اوونیو راهیسې د هوا ککړتیا له کبله نږدې دوه ملیونه وګړي ناروغان شوي او د دې ولایت په ډیرو برخو کې یې غبار خپور کړی.

د روغتیایي اضطراري حالت له مخې پدې ولایت کې د ټولو روغتیایي مامورینو رخصتۍ لغوه شوي، تر بل امر پورې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوي، رسټورانټونه به د مازدیګر په ۴ بجو تړل کیږي او خلک به اجازه ولري چې یوازې د شپې تر اتو بجو پورې له رسټورانټونو خواړه کورونو ته ور وغواړي.

چارواکو دا محدودیتونه د ملتان او لاهور په ښارونو کې لګولي او پدې دواړو ښارونو کې د رغونې کارونه هم بند شویدي.

د ککړ چاپېریال او ککړې هوا له پلوه د لاهور ښار په نړۍ تر ټولو بد ښار بلل کېږي. د جنوبي اسیا په ډېرو هېوادونو د موسم له یخ کېدو وروسته چاپیریال او هوا ککړ شي، ځکه چې په یخ موسم کې لوګي او دوړې زیاتېږي او دا څرګندېږي.

پاکستان ادعا کوي چې چاپیریال یې د هند له کبله ککړ شوی او بادونه له هند څخه دا لوګي ور انتقالوي. هند هم له دې پلوه کړېږي. د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د نوي ډهلي حکومت ته لارښوونه وکړه چې په اور لوبې باندې بندیز ولګوي. د هند د دیوالي جشن په ګډون په دودیزو میلو کې خلک اور لوبې کوي‌ او پټاقۍ الوځوي چې لوګي یې چاپیریال ککړوي.

د پاکستان د هوا پیژندنې ملې مرکز وړاندوینه کړې چې ښایي په راتلونکو ورځو کې باران وشي چې باد به هم ورسره وي او پدې سره به ښایي تر یوې اندازې په هوا کې لوګی کم شي او د هوا وضعیت به هم ورسره ښه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG