د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر درې میلیون واوښت


کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي
کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي

د واشنګټن ډي سي په وخت د سه شنبې تر سهار پورې اپریل ۲۸(غويي ۹) په ټولې نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۲۱۱زره (۲۱۱۳۴۹) کسان مړه شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په دغه ویروس د اخته کسان شمېر څه باندې ۳.۱ میلیون (۳۰۵۲۴۴۵) ته رسېدلی دی او دا شمېر ساعت په ساعت او ورځ په ورځ زیاتېږي.

د جانز هاپکنز پوهنتون وایي تر دې دمه څه باندې ۸۹۶زره کسان چې په دغه ویروس ککړ وو، بېرته ښه شوي دي.

کرونا ویروس تر بل هر هېواد د امریکا متحده ایالتونه ډېر ځپلي دي. په دغه هېواد کې تردې دمه څه باندې ۵۶زره کسان مړه شوي دي، دا د ویتنام په جګړه کې د امریکا د وژل شویو امریکایانو شمېر ته نژدې دی، هلته شاوخوا ۵۸زره امریکایان وژل شوي وو.

همدغه راز نژدې ۹۹۰زره نور امریکایان په دغه ویروس اخته دي.

په امریکا پسې وروسته کرونا ډېر کسان په ایټالیا کې مړه کړي چې شمېر یې نژدې ۲۷زره ته رسیږي او څه باندې ۱۹۴زره نور کسان پرې اخته دي.

په اروپا کې بیا تر ټولو ډېر کسان په هسپانیا کې په کرونا ویروس اخته دي چې شمېر یې تر دې دمه څه باندې ۲۲۹زرو ته رسیږي. کرونا دغلته شاوخوا ۲۳۵۰۰ کسان مړه کړي‌ دي.

په جرمني کې بیا تر دې دمه د کرونا له کبله څه باندې ۶۱۰۰ کسا مړه شوي‌او شاوخوا ۱۵۸زره نور پرې اخته دي.

په چین کې چې د دغه ویروس د زېږېدو ځای دی، چارواکي وايي ‌چې تر دې دمه په کې ۴۶۳۷ کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۸۳۹۰۰ کسان پرې اخته دي. خو ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې وویل چې کرونا په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي دي. داسې راپورونه شته چې چین په دې اړه دقیق معلومات نه خپروي.

د افغانستان په ګاونډ کې د ایران حکومت وايي‌ چې د کرونا له کبله هلته تر دې دمه څه باندې ۵۸۰۰ کسان مړه کړي او شاوخوا ۹۱۰۰۰ نور پرې اخته دي.

په افغانستان کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو په اساس په دغه هېواد کې تر دې دمه د کرونا له کبله ۵۸ تنه مړه شوي او ۱۸۲۸ نور پرې اخته دي.

د کرونا ویروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې پیدا شو ، اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG