سیمه ییز چارواکي وايي په کندهار ښار کې یو قاضي تېره شپه د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.
محمد فیاض د کندهار د استېناف محکمې د کورني او نړیوال امنیت د دیوان قاضي وو.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امریکا غږ ته وويل چې دغه قاضي په دوهمه حوزه کاریز بازار سیمه کې د نا پيژانده وسله والو په برید کې وژل شوی.
ده وويل:" قاضي محمد فیاض د کاریز بازار په سیمه کې تېره شپه نهه نیمي بجې د وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوی امنیتي ادارې يې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي، خو تر اوسه يې په تړاو څوک ندي نیول شوي."
د افغانستان سترې محکمې هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.
د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قایم ویلي چې د کندهار د لومړۍ ښاري محکمې قاضي محمد فیاض تېره شپه په جومات کې د ماخستن لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته پر لار د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
سترې محکمې د یاد قاضي پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې ده.
تر اوسه ددغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.