په سودان کې فعالین او مدافع وکیلان وایي د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې د پوځ او ملیشو تر منځ په هوایي بریدونو او جګړو کې لږ تر لږه ۱۷۶ تنه ونژل شویدي.
په پایتخت خرطوم کې د سه شنبې په ورځ ډسمبر لسمه ( لیندي ۲۰) چارواکو ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو د هاوان توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شویدي.
دا بمباري د ام درمان په سیمه کې شوې.
د خرطوم والي احمد عثمان حمزه د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو هاوان په مسافر وړونکي بس موټر لګیدلی او ۲۲ تنه پکې ځای پر ځای وژل شویدي.
بل پلو دیموکراسي پلوو وکیلانو د سه شنبې په ورځ بیا ویلي چې حکومتي ځواکونو یوه ورځ وړاندې د ډارفور په شمال کې په یو بازار بمباري کړې او تر ۱۰۰ ډیر کسان پکې وژل شویدي.
په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو پر بنسټ، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.
د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه