ملګرو ملتونو او د ډاکټرانو یوې ډلې ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو د سودان مرکزي ختیځ برخې کې په څو ورځو کې په ګڼ شمیر کلیو بریدونه کړي او څه باندې ۱۲۰ تنه یې وژلي دي.
دا د سودان پوځ په مقابل کې د پرله پسې ماتې خوړلو او سیمې د لاسه ورکولو وروسته د ملیشو تر ټولو ستر بریدونه دي چې په څو کلیو باندې یې کړیدي.
ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د آر ایس ایف ملیشې د روانې اکټوبر میاشتې د ۲۰ څخه تر ۲۵ نیټې پورې د ګیزریا په ولایت کې کلي په کلي او ښارګوټي په ښارګوټي کې عام خلک په ډزو وژلي او په میرمنو او نجونو یې جنسي تیري کړيدي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې ملیشو دولتي او شخصي شتمنۍ لوټ کړي او په بازارونو کې یې هم لوټ او تالان کړی.
د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یا آی او ایم عمومي مشرې ایمې پوپ د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د سودان په جګړې کې په ځانګړې توګه د ګیزریا په ولایت کې د بشري حقونو څخه سرغړوانې او د خلکو وژنې په شدیده توګه مخ په ډیریدو دي.
هغې همدرانګه ویلي چې په سودان کې د جګړو له کبله د میلیونونو کسانو ژوند په خطر کې دی او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې جګړې بندیدو لپاره جدي اقدامات وکړي.
پدې جګړو کې نږدې ۲۴ زره کسان وژل شوي هم دي.
بل پلو په سودان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوې جلا اعلامیې کې د ګیزاریا په ولایت کې د ملیشو دا کړنې "وحشتناک جنایتونه" بللې دي او دا چې پدې جګړې کې میرمنې، ماشومان او د خطر سره مخ خلک تر ټولو ډیر زیان ګوري.
په سودان کې څه باندې یو کال کیږي چې د آر ایس ایف ملیشو او پوځ تر منځ جګړه روانه ده، میلیونونه تنه پکې بې ځایه شوي او دا هیواد یې د قحطۍ ژۍ ته نږدې کړیدی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي چې د جګړو له کبله یوازې د ګیزاریا په ولایت کې څه د پاسه ۴ زره کسان بې کوره شویدي.
یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې د آر ایس ایف وسله وال د توقیف شویو کسانو سره ناوړه رویه کوي. په یوې ویډیو کې دا وسله وال چې نظامي جامي یې اغوستي دي، ښودل کیږي چې یو سپین ږیری شخص یې له غاړې نیولی او کش کوي یې او شاوخوا یې نور وسله وال لیدل کیږي چې نعرې وهي.
د RSF ملیشو تر اوسه د دې ویډیو په هکله تبصره نده کړې.
فورم \ دبحث خونه