د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: د هرات د زلزلو شپږ میاشتې وروسته نږدې ۲۵ زره کورنۍ لا هم په خیمو کې اوسیږي


د هرات زلزله
د هرات زلزله

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په هرات ولایت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د زلزلو د زیانونو په اړه د تازه خپرو شویو معلوماتو له مخې ویلي چې ددغو زلزلو څخه د شپږ میاشتو په تیریدو لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ په خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ اپریل اتم (وري ۲۰) د ایکس په پاڼه لیکلي چې په دغو زلزلو کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ شوي او یا هم ورته زیان رسیدلي دی.

اوچا ویلي: " شپږ میاشتې دمخه د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې دریو ویجاړونکو زلزلو په اتو ورځو کې د هرات ولایت ولړزوه. دغو زلزلو کې ۴۰ زره کورونه وران او یا ورته زیان رسیدلی دی، چې له امله یې ۲۷۵ کسان په بیړني ډول مرستو ته اړ شوي دي. بشري هڅې لا روانې دي، خو په بیړني ‌ډول اقداماتو ترسره کولو او ملاتړ برابرولو ته لاهم اړتیا ده".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې ددغو زلزلو څخه د شپږ میاشتو په تیریدولو لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو بیا رغونې او یا هم موقتي ځایونو کې بیا میشت کیدو ته اړتیا لري. دغې ادارې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا کورنۍ له یاد څخه ونه باسي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک هرات کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې د زلزلو وروسته د خلکو د اړتیاو د ارزونې په تړاو د فبرورۍ ۲۱ (کب دوییم) په یو راپور کې چې د یوناما له خوا خپورشوي ویلي چې د زلزله ځپلو سیمو او د خلکو د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

ددغې ارزونې له مخې په دغو زلزلو کې خلکو ته د ۲۱۷ میلیونو ډالرو مستقیم فزیکي زیان او ۷۸.۹ میلیونو ډالره نور زیان رسیدلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي: " کور جوړونه، تر ټولو ډېر ځپل شوی سکټور،چې د بیا رغونې ۴۱ فیصده جوړوی (۱۶۴.۴میلیون ډالر) دي. زلزلې۴۹۵۷۸ کورونه زیانمن کړي چې له دې جملې څخه۱۳۵۱۶ په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ښوونه او روزنه دوهم ډیر اغیزمن شوی سکتور دی او دا مهال ۱۸۰ زره زده کونکي اوڅلور زره ۳۹۰ ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.د کرنې سکتور، چې په اغیزمنو سیمو کې د ډیری دندې او عاید منبع ده، د پام وړ زیان لیدلی دی".

دغه ګډه ارزونه (PDNA) په هرات ولایت کې د اساسي بنسټونو د بیارغونې لپاره د۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بیړنۍ اړتیاغوښتنه کوي

په دغه ارزونه کې نهه ولسوالۍ شاملې دي چې شاوخوا ۲.۲میلیونه نفوس لري. د دغې ارزونې له مخې د هرات، انجیل او زنده جان ولسوالۍ په دغو زلزلو کې تر ټولو سختې ځپل شوي دي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې تر ډیره یې د دغه ولایت په نهو ولسوالیوخلکو ته خورا زیات ځاني او مالي زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دې زلزله کې له۱۵۰۰څخه ډیر کسان مړه او له ۲۶۰۰ څخه نور ډیرکسان ټپیان شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG