د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: روان کال کې ۶۳۵زره افغانان د جګړو له امله له خپلو سیمو تښتېدلي


کورني بې ځایه شوي کډوال
کورني بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په افغانستان کې د جګړو له امله د بې ځایه شوو افغانانو د وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان عیسوي کال له پیل راهیسې ۶۳۴۸۰۰ افغانان دننه په هیواد کې له خپلو سیمو بې ځایه شویدي.

" اوچا" په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې ۳) باندې یې خپور کړی وايي د دغو بې ځایه شو زیات شمیر د جګړو او لوږې له امله لا هم بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" زیاته کړې چې په دې برسیره سږکال څه باندې اته سوه زره افغانان له ګاونډیو هیوادونو خپل وطن ته راستانه شوي، چې اکثریت یې له ایران څخه راغلي.

د " اوچا" د راپور له مخې په روان میلادي کال کې افغانستان ته د راستنو شویو اته سوو او پنځه زرو افغانانو له ډلې یوازې ۷۸۰۰ یې له پاکستان او پاتې څه باندې ۷۹۷ زره له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" له نورو هیوادونو افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو دقیق شمیر نه دی ښودلی خو ویلي دي، چې یو کم شمیر افغانان له اروپايي هیوادونو هم افغانستان ته بیرته تللي دي.

خو د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی او ایم" د تیرې اونۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې د سپټمبر تر ۱۵ مې پورې دغې ادارې له اته سوه او نوي زرو څخه د زیاتو افغانانو نومونه ثبت کړي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

"آی او ایم" ویلي، چې په دغې موده کې له اته سوه او یو اتیا زره څخه زیات د سفر د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان له ایران څخه او څه باندې نهه زره له پاکستان څخه افغانستان تللي دي.

XS
SM
MD
LG