د لاس رسي وړ اتصالات

په فاریاب او بامیان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي چې په فارياب او باميانو کې په دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د فارياب په ولايت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رياست د شنبې په ورځ،‌ اګست دریمه (‌زمري ۱۳مه) وويل، چې نننۍ ترافيکي پېښه، ماسپښين شاوخوا دوه بجې د فارياب-جوزجان پر لويه لاره شوې ده.

ددغه ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ترافيکي پېښه د "سراچه" او "پاسو" موټرونو د ټکر له امله شوې او ټول قربانيان د دغو دوو موټرو سپرلي دي.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست زیاته کړې، چې په دې ترافيکي پېښه کې شپږ نارينه او درې ښځې او په ټپيانو کې دوه نارينه او يوه ښځه شامله ده. ټپيان د درملنې په موخه د دغه ولايت د اندخوى ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

بلخوا د باميانو سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې د دغه ولايت په شيبر ولسوالۍ کې د يوې ورته ترافيکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا پېښه د جمعې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ په "پایموري" سيمه کې شوې ده.

د باميانو لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا پېښه د کرولا ډوله موټر او لارۍ تر منځ د ټکر له امله شوې او ټول قربانيان په کرولا موټر کې سپاره وو.

بلخوا طالب مسؤلینو په يادو ولايتونو کې د دغو ترافيکي پېښو د لامل په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د موټر چلوونکو بې احتياطي د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو يو اصلي لامل بلل شوی دی.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د افغانستان په یو شمېر لویو لارو په ځانګړي توګه د کابل-بلخ او کابل-هرات پر لویې لارې او همدارنګه یو شمېر نورو عمومي لارو ترافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي، چې له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.

طالبانو د موټر چلوونکو له خوا د ترافيکي قوانينو نه مراعت، د موټر چلولو د جوازونو غير قانوني وېش او د واټونو تنګوالي د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG