د جنوبي کوریا نامتو ليکوالې هان کانګ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۱۰مه (تلې ۱۹مه) د ۲۰۲۴ کال د ادبياتو د نوبل جایزه د هغې اعلی شاعرانه نثر له امله ترلاسه کړه، چې د سویډن اکادمۍ په وینا، "د تاریخي کړاوونو په وړاندې د انساني ژوند نازک حالت په هنري بڼه انځوروي."
د ادبياتو د نوبل جایزه د سویډن اکادمۍ له لوري ورکول کېږي، چې په کې يو ديپلوم، مډال او ۱.۱ ميليونه ډالر نغدي جایزه شامله ده.
د نوبل کمېټې رئیس، اندرس اولسن، په یوې اعلامیه کې وویل: "هغې (هان کانګ) په خپل شاعرانه او تجربوي سبک کې د ژوندیو او مړو، بدن او روح ترمنځ د تړاو په اړه ځانګړې پوهه لري او د دې شاعرانه او تجربوي نثر له لارې یې په معاصر نثر کې یو نوښت رامنځته کړی دی. ''
هان کانګ چې د جنوبي کوريا لومړنۍ ښځه ده چې د ادبياتو د نوبل جایزه ترلاسه کوي او په مجموع کې اتلسمه ښځه ده چې دا جایزه ګټي، په ۱۹۹۳ کال کې يې خپلې ليکنې د "ادبیات او ټولنې" په مجله کې د اشعارو په بڼه پیل کړې، خو په ۱۹۹۵ کال کې يې لومړنی نثري اثر، د لنډو کيسو ټولګه، "د یوسو مینه" تر نوم لاندې خپور شو.
مېرمن کانګ په ۱۹۷۰ کال کې په یوې ادیبې کورنۍ کې زېږېدلې او پلار يې يو پېژندل شوی داستان ليکونکی دی.
نوموړې په ۲۰۱۶ کال کې د خپل اثر ''سابه خوړونکې'' لپاره د 'مون بوکو' جایزه ترلاسه کړه، چې دا د هغې لومړنی اثر و چې انګلیسي ته ژباړل شوی و او نړیوال شهرت يې ترلاسه کړ. دغه ناول(سابه خوړونکې) د یوې ښځې پر ژوند راڅرخي، چې د غوښې له خوړلو انکار کوي او له همدې امله له سختو او ناوړه پایلو سره مخ کېږي.
د سویډن اکادمۍ مستقل سکرتر، متس مالم، په یوه خبري غونډه کې وویل: "ما له هان کانګ سره تليفوني خبرې وکړې. هغې د معمول په څېر یوه عادي ورځ تېره کړې وه. داسې معلومیدې چې یوازې د خپل زوی سره یې د ماښام ډوډۍ تازه پای ته رسولې وه او د دغې جایزې د ګټلو لپاره چمتو نه وه. "
تیر کال د ادبیاتو د نوبل جایزه د ناروې لیکوال یون فوسه ته د هغه د ډرامو او نوښتګرو نثرونو په اساس ورکړل شوه.
د نوبل اکاډمۍ په وینا: "د یون فوسه په لیکنو کې چې د ناروې په نینوزسک ژبه لیکل شوي او په بیلابیلو ژبو ژباړل شوې دي، ژانرونه، ډرامې، ناولونه، شعري ټولګې، مقالې، د ماشومانو کتابونه او ژباړې شاملې دي."
د ۲۰۲۴ کال د نوبل جایزو د ورکړې لړۍ د دوشنبې په ورځ د طب په برخه کې د امریکايي ساینسپوهانو ویکتور امبروس او ګري روکون ته د جین په نظم کې د "مایکرو ار این اېَ د رول د کشفولو له کبله پیل شو.
همدارنګه د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه دوه امریکایی ساینس پوهانو ډیویډ بیکر او جان جمپر او یو بریتانوي ساینس پوه ډمیس هسبیس ته د چهارشنبې په ورځ ورکړل شوه چې د محاسباتو او مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د پروټینونو د رازونو د کشفولو په برخه کې یې کار کړی دی.
ټاکا شوې ده، چې د سولې د نوبل جایزه د جمعې په ورځ او د اقتصاد د نوبل جایزه د اکتوبر په ۱۴مه (دوشنبې) نېټه اعلان شي.
د طب، فزیک، کیمیا، ادبياتو او سولې په برخو د نوبل جایزه د سویډني شتمن صنعتکار او د دینامیټ مخترع، الفرد نوبل په غوښتنه جوړه شوې ده. د نوبل لومړنۍ جایزه په ۱۹۰۱ کال کې، د الفرد نوبل د مړینې پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.
همدارنګه د اقتصاد د نوبل جایزه چې په رسمي ډول "د سویډن بانک جایزه " بلل کېږي، د نوبل په غوښتنه نه ده جوړه شوې، بلکې په ۱۹۶۸ کال کې د سویډن مرکزي بانک له لوري رامنځته شوې ده.
له دې سره سره، دغه جایزه د نوبل د نورو جایزو ترڅنګ ورکول کېږي او د غوره نوماندانو ټاکلو معیار يې هم د نوبل د نورو جایزو په څېر دی.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه