د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجر نظامي حکومت د روسیې د اجیرو عسکرو څخه د مرستې غوښتنه وکړه


ایکواس ویلي که د یکشنبې تر وځې د نایجر جمهور رئیس خوشې نشي، دوي به پدې هیواد کې نظامي مداخله وکړي.
ایکواس ویلي که د یکشنبې تر وځې د نایجر جمهور رئیس خوشې نشي، دوي به پدې هیواد کې نظامي مداخله وکړي.

د نایجر نظامي حکومت چې تیره اوونۍ یې تر کودتا وروسته واک تر لاسه کړ، د روسیې د اجیرو عسکرو واګنر ګروپ څخه د بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

نظامي حکومت داسې مهال د مرستې دا غوښتنه کړې چې د لویدیځې افریقا د هیوادونو اقتصادي ټولنې یا ECOWAS مشرانو خبرداری ورکړی که د یکشنبې تر ورځې اګست ۶ مې له واکه غورځول شوی جمهور رئیس محمد بازوم خوشې نشي، دا هیوادونه به په نایجر کې نظامي مداخله وکړي.

مخکني جمهور رئیس خپل ځان د پوځ لخوا برمته اعلان کړی.

ویل کیږي چې دا غوښتنه په نایجر کې د کودتا مشر جنرال سالیفو مودي ګاونډي هیواد مالي ته د سفر پر مهال د واګنر یو غړي سره د ملاقات پر وخت کړې.

د فرانس ۲۴ خبري اژانس د دې ملاقات په هکله لومړی خبر ورکړی و او د فرانسې یو دیپلومات او مالي دریو سرچینو هم تائید کړې چې جنرال مودي د واګنر ګروپ استازي سره کتلي دي.

د لویدیځ یو نظامي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د اې پي خبري اژانس سره خبرې کولې ویلي چې په مالي کې د نایجر د کودتا د مشر لخوا د واګنر ګروپ څخه د مرستې غوښتنې په هکله په راپورونو خبر دي خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

سیاسي مبصرین پدې باور چې د نایجر د کودتا مشران په واک کې د پاتې کیدو یقیني کولو لپاره د واګنر مرستې ته اړتیا لري او د روسیې د اجیرو عسکرو دا ډله هم د نایجر د کودتا مشرانو سره په مرستې کولو غور کوي.

د ایکواس د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو تیره ورځ په نایجر کې د نظامي مداخلې پلان وروسته تر هغه نهایي کړ چې د پنجشنبې په ورځ یې دې هیواد د منځګړتوب لپاره یو ډله استولې وه خو اجازه ورنکړل شوه چې ښار ته ننوزي او د نظامي حکومت د مشر جنرال عبد الرحمن التشياني سره وګوري.

د کودتا مشر جنرال مودي په ملي تلویزیون کې د جمعې په ورځ د مالي سفر څخه تر ستنیدو وروسته چې هلته هم واک د نظامیانو په لاس کې دی، خبرداری ورکړی چې د هر ډول نظامي مداخلې په مقابلې کې به ودریږي او دا هیواد په "نوې لیبیا" بدل شي.

نایجر په سیمه کې د ترهرګرۍ ضد مبارزې کې وروستی ملګری هیواد دی او پدې تیرو څو کالونو کې پکې څو ځله کودتاګانې شوي. پدې هیواد کې نظامي حکومتونو د فرانسې سره چې یو وخت یې دا سیمه مستعمره وه، همکاري رد کړې او روسیې ته ډیر نږدې شوی.

د واګنر ګروپ د افریقا د لویې وچې په ګڼ شمیر هیوادونو کې فعالیت لري چې یو یې د نایجر ګاونډی مالي دی او د بشري حقونو ډلې پدې اجیرو عسکرو تور لګوي چې په سیمه کې یې په خلکو ظلم او ستم کړی.

جمهور رئیس بازوم چې دوه کاله وړاندې په دموکراتیکه توګه پدې هیواد کې د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوی و، لا یې سرنوشت ندی څرګند خو د پوځ مشرانو د خلکو څخه غوښتي چې په هیواد کې د قانون درناوی دې وکړي او دموکراتیک نظم دې وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG