د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پوليو د پېښو شمېر ۱۶ته ورسېد


دا په ارزګان کې د پولیسو اتمه پېښه ده
دا په ارزګان کې د پولیسو اتمه پېښه ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نوې پېښه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې را منځته شوې ده.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، ګوزڼ وهلې څوارلس میاشتنۍ ماشومه ده او کورنۍ یې د ترینکوټ په ناقل اباد سیمه کې اوسیږي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست نن چهارشنبه د «وږې پر۲۰مه»په یو بیان کې ویلي، چې ګوزڼ وهلې ماشومې هیڅکله هم د پولیو ضد واکسین نه دی اخیستی، ځکه کورنۍ یې د وسله والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې سیمه کې ژوند کوي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصرت امریکا غږ ته وويل، ارزګان د هغو ولایتونو په سر کې راځي چې د ټول هیواد په کچه پکې د پولیو د پېښو شمېر ډیر دي.

ده وویل:"که چیرې بیاهم ماشومانو ته کور په کور د واکسین د تطبیق اجازه ور نه کړل شي، ممکن دا شمېر نور هم زیات شي.په ولایتي کچه زمونږ هڅې رواني دي چې د کور په کور واکسین لپاره اجازه تر لاسه کړو او هغو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورسو چې د ویروس تر خطر لاندې دي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوليو د همغږغۍ مرکز مطبوعاتي مسئول مرجان راسخ امریکا غږ ته وويل، چې دوی په دې برخه کې جنوبې حوزې ته ډیره اندیښنه لري.

نوموړي زیاته کړه، روغتیايي ټیمونه لاهم نه دي توانیدلي چې د واکسین له پوښښ څخه بهر سیمو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورسوي.

هغه وويل:"تر اوسه پدې برخه کې هڅو هیڅ پایله نه ده ور کړې، زمونږ ټوله اندېښنه هغو ماشومانو ته ده چې له واکسین څخه په پرلپسې توګه پاته شوي، له بل پلوه نوې پېښې رامنځته کیږي چې شمېر یې ورځ تر بلي زیاتيږي".

له اوږدې مودې راهیسې د واکسین د تطبیق د ډول په اړه د دولت د وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو کسانو د مخالفت له امله په جنوبې جوزه کې تر یو میلیون زیات ماشومان د واکسین له تطبیق څخه محروم پاتې دي.

که څه هم پدې برخه کې روغتیايي چارواکې په سیمه ییزه کچه د ولسي مشرانو په وسیله د ستونزې د حل په برخه کې د خپلو هڅو خبر ور کوي، خو لاهم دا ستونزه حل شوې نه ده.

د روان ۲۰۱۹ عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۶ ته ورسید. چې ۸ پېښې په ارزګان، ۵ پېښې په هلمند، ۲ پېښې په کندهار او یوه پېښه هم په ختیځ ولایت کونړ کې ده.

XS
SM
MD
LG