د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت د موسې کلا ولسوالۍ د شورا دشت په کلي کې یوه ۷ کلنه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین مطبوعاتي مسول مرجان راسخ نن سې شنبه د «چنګاښ پر ۲۵مه»امریکا غږ ته وویل، چې د تېر ۲۰۱۸ کال د مي میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په موسې کلا ولسوالۍ کې ماشومانو ته کور په کور واکسین باندې بندیز لګیدلی دی.
ښاغلی راسخ وایي، دغې ماشومې په دې موده کې یوازې ۷ ځلې واکسین اخیستی دی.
هغه وویل:"دې ماشومې درې ځلې په روټین شکل واکسین اخیستی او ۴ ځلې د کمپاین پر مهال د پولیو څاڅکي اخیستي چې د یو ماشوم لپاره بسنه نه کوي".
بلخوا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونیسف هم په روان میلادي کال کې د پولیو د زیاتو پېښو په اړه اندیښه ښودلې.
د یونیسف د پولیو د برخې ویاند سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان په جنوب کې د پولیو د محیطي ویروس خطر ډیر زیات او باید هر ماشوم ته ګوزڼ ضد څاڅکي ورسیږي.
ده وویل:"دا چې د هوا تودوخه زیاته شوې نو ماشومانو ته د پولیو ویروس د خپریدو اندیښنه زیاته ده، که چېرې ماشومانو ته کور په کور واکسین تطبیق نه شي، نو کیدای شي چې نور ماشومان هم په دې ناوړه ناروغۍ اخته شي".
د روان ۲۰۱۹ کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر ۱۱ ته ورسید.
د پولیو زیاتې پېښې د افغانستان په جنوبي حوزه کې ثبت شوې، چې ۴ پېښې هلمند، ۴ پېښې په ارزګان، ۲ پېښې په کندهار او یوه هم په ختیځ ولایت کې کونړ کې ده.