د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف د روغتون نه زندان ته ولیږل شو


د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغې نه وروسته چې صحي حالت یې خراب شو، روغتون ته انتقال شو او علاج یې روان و چې هغه وغوښتل بیرته دې یې زندان ته بوځي.

هغه د زړه ناروغي لري، د پاکستان حکومتي چارواکي وایي چې هغه یې د علاج نه وروسته بیرته د اډیاله بندیخانې ته انتقال کړیدی.

سرچینو د امریکا غږ اردو څانگې ته ویلي چې ډاکټرانو غوښتل نوازشریف په روغتون کې وساتي ځکه د هغه صحي حالت لا د اندیښنې وړ دی خو نواز شریف ترینه وغوښتل چې هغه دې زندان ته ولیږل شي او د هغه په خواهش یې هغه زندان ته انتقال کړیدی.

د پنجاب پخواني اعلی وزیر او د هغه ورور شهباز شریف د هغه سره د ملاقات لپاره روغتون ته ورغلی و او تقریبا ١٥ دقیقې ملاقات یې ورسره وکړ

د پاکستان حکومت د نوازشریف د اسلام اباد روغتون کې د علاج په دوران کې سخت امنیتي تدابیر نیولې و،

د یادونې وړ ده چې نواز شریف چې دا وخت په زندان کې د لسو کلونو سزا موده پوره کوي، د هغه گوند د مسلم لیگ نون گوند په انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده.

اوس په پاکستان کې دا بحثونه روان دي چې ایا د هغه د خوشې کیدو خواست به ومنل شي او کنه، ځکه د عمران خان حکومت د هغه سخت سیاسي مخالفه گوند دی.

XS
SM
MD
LG