د لاس رسي وړ اتصالات

د قره باغ په ولسوالۍ کې د ناټو یو عسکر او شپږ ملکیان وژل شوي


د همدې تیرې چارشنبې په ورځ دوه امریکایي ځواکونه په کندهار کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د همدې تیرې چارشنبې په ورځ دوه امریکایي ځواکونه په کندهار کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د کابل ولایت د قره باغو په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د موټرو په کاروان په ځانمرګي برید کې د ناټو یو عسکر وژل شوی او شپږ نور ژوبل شویدي.

پدې برید کې شپږ افغان ملکیان وژل شوي او د ناټو یو افغان ژباړونکی ټپي شویدی. د ناټو په اعلامیې کې راغلي دي چې د ناټو ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو سره ګډه ګزمه کوله چې ځانمرګی برید پرې وشو.

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې وژل شوی عسکر امریکایي ندی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د ناټو ځواکونو په اعلامیې کې هم یوازې همدومره ویل شوي چې ټپي شوي عسکر د بګرام هوایي ډګر ته د تدواۍ لپاره وړل شوي.په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي او ژوبل شوي عسکر د کوم هیواد دي.

د قره باغ ولسوال سمیع الله شریفي امریکا غږ ته ویلي دي چې ځانمرګی برید د ولسوالۍ ودانۍ سره نږدې شوی. ښاغلي شریفي همدرانګه وویل چې ځانمرګی برید کوونکی پلی روان و او د میرمنو جامې یې اغوستې وې.

دا په روانې اوونۍ کې په ناټو او امریکایي ځواکونو دویم ځانمرګی برید دی چې کیږي. دوه امریکایي ځواکونه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG