د پکتيا د زراعت مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې د هغو سيمو پر کروندګرو ۳۲۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم وېشي، چې د چرسو په کرکيله بوخت دي.
د مسوولينو په وينا دا به نه يواځې د چرس د کرکيلې په مخنيوی کې مرسته وکړي، بلکې د غنمو حاصلات هم ورسره ډېرېږي.
دلته د کروندګر محمد اصغر د غنمو د تريشل کولو اخري شيبې دي. سږ کال يې پر اووه جريبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرلی و. نسبت تېرو کلونو ته يې حاصل ډېر او شاوخوا اوو خروارو ته رسيږي.
د محمد اصغر په وينا، پر کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو وېش او د ځمکو د خړوبو لپاره د اوبو تنظيم په دغه ولايت کې د چرسو د کرکيلې په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.
هغه وويل: ”لومړنی شی چې زموږ د خوراک مشکلات رفع کوي، هغه غنم دي. نو چرس خو داسې نشو خوړلی لکه د غنمو مړۍ چې خورو. چرس د شريعت او انسانيت له نګاه نه حرام دي. د انسان حيات له منځه وړي‟.
دې کروندګرو بيا اصلاح شوی تخم نه دی ترلاسه کړی او د غنمو له حاصلاتو راضي نه ښکاري. د دوی په وينا د اوبو د کمښت او اصلاح شوي تخم ته د نه لاسرسي له وجهې يو شمېر بزګرانو د چرسو کر ته مخه کړې ده.
”اوبه نشته، اوبه بيخي کمه ده. دولت دې موږ ته يا برمه ووهي يا وياله جوړه کړي يا سولر برېښنا راته برابره کړي چې اوبه پرې راجګې کړو. د اوبو کمښت دی‟.
د پکتيا د زراعت رياست مسوولين وايي چې سږکال په دې ولايت کې د چرسو د کرکيلې د مخنيوي لپاره ۳۲۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم پر اووه زره کروندګرو وېشي.
دوی زياتوي چې د اصلاح شوي تخم په توزيع سره نه يواځې د غنمو حاصلات لا ډېرېږي، بلکې دا به له کروندګرو سره مرسته وکړي، چې د چرسو پرځای حلالو کښتونو ته مخه کړي.
د پکتيا سيدکرم، احمدابا، اريوب ځاځي او ځينو نورو سيمو کې پريمانه چرس کرل کيږي. د کرنې سکتور مسوولين وايي، که د غنمو ترڅنګ د نورو کښتونو هم سمه پالنه وشي، دا هم د مخدراتو د کښت په مخنيوي کې مرسته کوي.