د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي مسلمان ښاروال د امریکا په حکومت حقوقي دعوه کړې


د متحده ایالاتو د نیو جرسي ایالت یو ښاروال او د یوولسو نورو امریکایي مسلمانانو د متحده ایالاتو د حکومت پر ضد حقوقي دعوه کړې.

د دوي حقوقي دعوه د ترهګرو د څار هغه ځانګړي لیست په هکله ده چې د امریکا حکومت د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته جو کړی.

ښاروال محمد خیرالله چې پنځه دورې د نیوجرسي په ایالات کې د پراسپیکټ پارک ښاروالي یې کړي، د همدې تیرې مۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ ته بلل شوی و چې د اختر په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې برخه واخلي.

خو د مراسمو څخه لږه موده مخکې د محرمو خدماتو څانګې ښاغلي خیرالله ته احوال ورکړ چې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ اجازه نلري.

سره لدې د محرمو خدماتو ادارې پدې هکله وضاحت ندی ورکړی چې ښاغلی خیرالله او دا نور مسلمان چارواکي یې د کوم دلیل له مخې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ څخه منع کړي خو هغه ادعا کوي چې نوم یې د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ میلادي کاله پورې د ترهګرو د څار په ځانګړې لیست کې و او له همدې کبله سپینې ماڼۍ ته ندی پریښودل شوی.

د حقوقي دعوې په عریضې کې ویل شوي ، " د ۲۰۲۲ اګست میاشتې راپدیخوا چې مدعي علیه (د متحده ایالاتو حکومت) د خیرالله نوم د څار د لیست څخه ایستلی، هغوي تر نن پورې پدې لیست کې د هغه پخواني سوابق ساتلي او د هغه د ځورولو او نوم بدولو لپاره ترې کار اخلي".

د خیرالله سره پدې حقوقي دعوې کې ۱۱ نور منتخب مسلمان چارواکي شامل دي.

دا حقوقي دعوه د امریکا-اسلامي اړیکو شورا په محکمې کې ثبت کړې او د متحده ایالاتو د حکومت په ۲۹ فدرالي ادارو یې کړې.

عدلیې وزارت، د فدرالي تحقیقاتو اداره (اف بي آی)، محرم خدمات، د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب اداره او د ترانسپورت خوندیتوب اداره د متحده ایالاتو د حکومت هغه څو څانګې دي چې پر ضد یې دا حقوقي دعوا شوې.

پدې حقوقي دعوې کې ویل شوي چې دا دولس مدعیان د څار پدې ځانګړي لست کې د مذهب په خاطر اچول شوي. دا ‍۱۲ واړه مسلمانان دي چې اته یې د متحده ایالاتو تابعیت لري، درې نور یې په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو سند (ګرین کارت) لري او دولسم یې بیا په امریکا کې د پاتې کیدو لپاره پنا غوښتونکی دی.

د امریکا –اسلامي همکارۍ شورا یوې مدافع وکیلې حانا مولن امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي چې دا کسان چې حقوقي دعوه یې کړې پداسې حال کې یې نومونه پدې لست کې اچول شوي چې نه هغوي محاکمه شوي او نه ترې تحقیقات شویدي.

میرمن مولن زیاته کړه، " فدرالی حکومت هیڅ دلیل نلري چې په هغوي د ترهګرو شک وکړي مګر دا چې اسلامي عقیده لري، نومونه یې اسلامي دي، اصلي هیوادونه یې اکثریت مسلمانان دي او د مسلمانانو نورې نښې لري."

خو بل پلو بیا امریکایي چارواکي دا لیست د امنیت لپاره یوه مهمه وسیله بولي او دا نه مني چې ګنې ددې لست څخه د مسلمانانو پر ضد کار اخلي. دا چارواکي وایي چې په لیست کې یواې څو نومونه د امریکایي مسلمانانو دي.

په عین حال کې په سپینې ماڼۍ کې د محرمو خدماتو یو ویاند په اعلامیې کې ویلي چې ښاروال محمد خیرالله ته یې د داخلیدو اجازه نه وه ورکړې او پدې یې خواشیني ښودلی که هغه ته ناراحتي پیدا شوې وي.

عدلیې وزارت، ایف بي آی او د کورني امنیت وزارت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

دا حقوقي دعوا د باسټن ښار په محکمې کې ثبت شوې. د محکمې څخه غوښتل شوي چې د متحده ایالاتو حکومت ته دې امر وکړي چې د دې کسانو نومونه د ترهګرۍ د څار لیست څخه پاک کړي.

پدې لیست کې د څه باندې ۱.۵ ملیون وګړو نومونه ثبت دي چې حکومت وایي "پیژندل شوي یا تر شک لاندې" ترهګر دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG