د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: امپاکس ناروغي 'نوې کرونا نده'


د امپاکس ویروس د ذراتو بېلګه
د امپاکس ویروس د ذراتو بېلګه

د روغتیا نړیوال سازمان سه شنبې اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل د امپاکس یا بیزو تڼاکې ناروغي د کوویډ-۱۹ په څېر نده، ځکه چې ددې ویروس په اړه معلومات له پخوا موجود دي او د مخنیوي لپاره یې وسایل شته.

د افریقا په کانګو کې په دغې ناروغۍ باندې تراوسه په سلګونو کسان مړه شوي او په نورو افریقايي هېوادونو کې د امپاکس د "کلاډ ۱-بي" بڼې له خپرېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د اګست په ۱۴مه نړیوال بیړنی حالت اعلان کړ.

که څه هم د ناروغۍ ددغې نوې بڼې په اړه د څېړنو غوښتنه شوې ده، خو د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا د څانګې مشر هانس کلوګا وویل د امپاکس د خپرېدو مخنیوی شونی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ په جولای کې د امپاکس د "کلاډ ۲-بي" لږ خطر لرونکې بڼې د خپرېدو له کبله بیړنی حالت اعلان کړی و. د ویروس دا بڼه تر ډېره یوازې همجنسبازان په ناروغۍ اخته کوي. خو د ۲۰۲۳ په مۍ کې اعلان شوی بیړنی حالت پای ته ورسېد.

کلوګا وویل: "امپاکس نوې کرونا نده. موږ پوهیږو چې امپاکس څنګه کنترول کړو او د اروپا په سیمه کې یې د خپرېدو د بشپړ مخنیوي لپاره اقدامات څرګند دي."

د روغتیا نړیوال سازمان په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې له اغېزمنو شویو ټولنو سره د مخامخ کار له لارې دوه کاله وړاندې په اروپا کې د امپاکس د خپرېدو مخنیوی شوی و.

هغه زیاته کړه: "موږ پرمختللی څار عملي کړ، د نویو قضیو په اړه دقیقې څېړنې وشوې او خلکو ته د عامې روغتیا ډاډمنې مشورې ورکړل شوې."

کلوګا وویل چې "په چلند کې بدلون، د عامې روغتیا متوازن سیستم او واکسین" کولی شي د امپاکس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

هغه ددې ناروغۍ له کبله چې د فزیکي تماس له لارې په انسانانو کې خپرېږي، په عامو خلکو کې خطر کم وباله، خو خبرداری یې ورکړ چې په ځانګړي ډول په کورونو او روغتونونو کې په دې ناروغۍ باندې اخته هغه شدید ناروغان چې پر خوله یې تڼاکې راختلي وي، کولی شي د هوا له لارې د خولې په ناړو خپل د شاوخوا خلک په دې ناروغۍ اخته کړي.

کلوګا وویل چې د ناروغۍ د خپرېدو ټولې لارې لا تراوسه روښانه ندي او په اړه یې نورو څېړنو ته اړتیا شته.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق یاشرویچ وویل دغه سازمان د ماسک د کارولو او پراخ واکسیناسیون توصیه نه کوي.

هغه وویل: "موږ پراخ واکسیناسیون نه توصیه کوو. موږ یوازې په هغو سیمو کې د واکسین تطبیق لازم ګڼو چیرې چې خلک ددې ناروغۍ د خپرېدو له سخت خطر سره مخامخ دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG