د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي نظامیانو ځان وژنه ۱۵ سلنه ډیره شوې


امریکايي چارواکي وايي‌ چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکایي نظامیانو ترمنځ د ځان وژنې موارد ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

چارواکي وايي دغه موارد په خاص ډول د پوځ او سمندري ځواکونو په قول اردوګانو کې د پام وړ زیات شوي.

نظامي چارواکو دا پیښې ناوړه بللي او ددغه بهیر د مخنیوي لپاره یې د ډیرو هڅو غوښتنه کړېده.

د پنجشنبې په ورځ د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تیر کال د ځان وژنې ۵۸۰ موارد ثبت شوي دي په داسې حال کې چې دا شمیر وړم کال ۵۰۴ وو.

په دې کې د ملي ګارد د پوځیانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال د ځان وژنې موارد ۳۵ سلنه زیات شوي دي ، په ۲۰۱۹ کال کې ددغو ځواکونو ۷۶ غړو ځانونه وژلی وو خو په ۲۰۲۰ کې دا شمیر ۱۰۳ ته لوړ شوی دی.

د پوځ د ځواکونو ترمنځ هم د ځان وژنې موارد په ۲۰۲۰ کال کې کابو ۲۰ سلنه زیات شوي‌دي. د سمندري ځواکونو په قول اردوګانو کې هم د ځان وژنې موارد څه باندې ۳۰ سلنه زیات شوي چې په یاده موده کې قضیې له ۴۷ څخه ۶۲ ته لوړې شوي دي، د همدې ځواکونو د احتیاطي قطعاتو ترمنځ نهه موارد لسو ته لوړ شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي دي:" دا موندنې ناوړه دي. زموږ د پوځیانو او نظامي کورنیو ترمنځ د ځان وژنې ګراف اوس هم ډیر لوړ دی، او دا مسیر په سم لوري روان ندی."

ځان وژنه د امریکا په پوځ کې یو پخوانی مشکل دی. په داسې حال کې چې د ځان وژنې موارد پیچلي دي او په بشپړ ډول د درک وړ ندي خو نظامي مشرانو له دې وړاندې ویلي وو چې د هغوی په باور د کرونا ساري ناروغۍ تر فشار لاندې ځواکونو باندې فشار لا زیات کړی دی.

تیر کال، امریکایي پوځیان په داسې حال کې چې خپله له کرونا ویروس سره په مبارزه اخته وو د تسټونو او وروسته بیا د واکسین د تطبیق په هدف په کار وګمارل شول. هغوی همدارنګه په دوامدار شکل د جګړې زونونو ، ملي ناورینونو او د کور دننه نارامیو په وړاندې د مبارزې په هدف ګمارل شوي دي.

د رفتار څیړنو، همدارنګه د نظامیانو ځان وژنه د مالي مسایلو او خاوند او میرمنې ترمنځ د جنجالونو په ګډون د یو شمیر شخصي مسایلو پورې هم تړلې بللې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي دا تائید کړه چې پنټاګان په بشپړ دول نشي کولی په وروستیو کلونو کې د ځان وژنو د مواردو د زیاتیدو بشپړ وضاحت ورکړي.

جان کربي وویل:" یو مورد چې د ځان وژنې په اړه د خواشینۍ وړ دی دادی چې اکثریت وختونه دا ډیره ستونزمنه ده چې دتلفاتو علتونه معلوم شي، کوم علتونه دي چې دې نتیجې ته رسیږي. دا دیره سخته ده چې په انفرادي شکل د یو چا د ځان وژنې علت معلوم شي دا خو لا پریږده چې د یوې ادارې په سطحه دا معلومه شي. زه فکر کوم له همدې امله دا موږ ته ډیره ستونزمنه ده چې په اړه یې مشخصا وغږیږو ، پرته له دې چې ووایو موږ دا ډیر جدي نیسو."

د امریکا پوځي مشرانو د پنجشنبې په ورځ ځان وژنه د پوځ لپاره د پام وړ ننګونه وبلله او زیاته یې کړه چې دا بهیر د تیرو پنځو کلونو راهیسې مخ په زیاتیدو دی.

د پنټاګان په وینا ډیری له دیرشو کلونو څخه ښکته عمر لرونکی نارینه پوځیان د ځان وژنې له لوړ خطر سره مخ دی.

په داسې حال کې چې هغوی د ټول پوځ له ۴۲ فیصدو څخه لږ برخه جوړوي، خو د ځان وژنې مواردو یې ۶۳ سلنه دي.

تر اوسه د ځان وژنې ډیرې عامې طریقې، وسله او بیا زیندی کول دي.

XS
SM
MD
LG