په نیوزیلنډ کې د یوې خیریه ټولنې له خوا په وېشل شویو خوږو کې د میتامفتامین وژونکی مقدار موندل شوی دی.
پولیسو د چهارشنبې په ورځ، اګست ۱۴ (زمري ۲۴) وویل ددغه خوږو د خوړلو وروسته یو ماشوم، یو ځلمی او د خیریه ټولنې یو کارکوونکی روغتون ته وړل شوي دي.
پولیسو د قضیې په اړه جنايي څیړنه پیل کړې او هڅه کوي چې شاوخوا ۴۰۰ هغه کسان ومومي چې ګمان کیږي دغه خواږه یې ترلاسه کړي وي.
د پولیسو د ادارې څارنوال ګلین بالډوین وویل تراوسه له ۱۶ کسانو څخه دغه ویشل شوي خواږه ټول شوي دی. هغه زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره ټول ویشل شوي خواړه راټول کړو."
پولیس شک لري چې دغه په زیړو کاغذونو کې پوښتل شوي دغه خواږه ښايي د مخدره موادو د قاچاق کوونکو لخوا برابر شوي او له نیول کېدو څخه د خلاصون لپاره "اکلنډ سیټي میشن"خیریه ټولنې ته ورکړل شوي او دغې خیریه ټولنې اشتباها په خلکو ویشلي دي.
بالډوین زیاته کړه: "د نشه يي توکو قاچاق خورا پېچلی دی. نه یوازې په نیوزیلنډ بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم تنظیم شوې جنايي ډلې د پولیسو څخه د خلاصون لپاره بیلا بیلې طریقې کاروي."
بالډوین وویل چې یو ماشوم او یو ځلمی ددغو خوږو له څکلو وروسته روغتون ته وړل شوي او له استفراق کولو وروسته یې اوس حالت ښه شوی دی.
د نیوزیلنډ د نشه يي موادو د څار ادارې وویل په زیړ کاغذ کې پوښل شويو د سپین رنګ خوږو څخه معلومه شوه چې میتامفتامین پکې ګډ شوي دي.
ددغې ادارې ویاندې سارا هیلم وویل په خوږو کې درې ګرامه میتامفتامین ګډ شوي وو چې د استعمالوونکو له عادي اندازې څخه سل چنده زیات دي.
هغې وویل نه پوهیږي چې په میتامفتامین ککړ څومره خواږه ویشل شوي او له خلکو یې وغوښتل چې د اکلنډ خیریه ټولنې څخه ترلاسه کړي دا خواږه ونه خوري.
د اکلنډ سیټي میشن خیریه ټولنې کارکوونکې هیلن رابینسن ویلي ددغه خبر په اورېدو یې ټولنه "سخته خواشینې" شوې ده. هغې وویل چې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو دغه خواږه د خوړو په بستو کې ترلاسه کړي دي.
په نشه يي موادو ککړ خواږه وروسته له هغه د ازمایښت لپاره یوړل شول چې یو کس یې له خوړلو وروسته عجیب او تریخ خوند احساس کړ.
میتامفتامین کولی شي د سینې درد ، د زړه قوي ضربان، قبضیت او د انسان د بې هوښۍ لامل شي.
هیلم د نیوزیلنډ رادیو ته وویل چې د مخدره توکو د قاچاق کوونکو لپاره دا معمول دی چې غیرقانوني مخدره توکي په خوراکي توکو کې ګډ او پټ کړي.
هغې وويل: "موږ باور لرو چې چا په قصدي توګه د ماشومانو د مسمومولو هڅه نه ده کړې."
فورم \ دبحث خونه