په مصر کې نن شنبه فبروي ۵ ( سلواغلې ۱۶)په سوداګر او د مطبوعاتو تر ټولو په ستر پانګوال محمد الامین د انساني قاچاق او جنسي تیري تورورنه ولګیدل.
پولیسو دا لوی سوداګر تیره میاشت وروسته تر هغه د پلټنو لپاره ونیوه چې د نجونو لپاره په یو مرستون کې په اوو نجونو په جنسي تیري کولو تورن شو.
د یتیمو نجونو لپاره دا مرستون همدې سوداګر جوړ کړی و او دا تور پرې دی چې پدې نجونو د جنسي تیري کولو لپاره یې د خپل واک څخه ناوړه ګټه اخیستې.
که په الامین دا تورونه ثابت شي او هغه مجرم وبلل شي ښایي تر ۲۵ کالونو پورې د بند تیرولو سزا ورکړل شي.
محمد الامین د المستقبل ګروپ په نامه د سوداګرۍ شرکت او تر ۲۰۱۸ کاله پورې د (CBC) تلویزیوني شبکې څښتن و خو وروسته یې دا شبکه وپلورله.
په مصر کې د قضایه قوې یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې شاهدانو په پلټنو کې د هغو نجونو شاهدۍ تصدیق کړلې چې جنسي تیری پرې شوی.
د مصر څارنوالۍ ویلي چې دا قضیه ورته تیر کال د ډسمبر په ۱۰مه رسیدلې وه او یتیمو نجونو په امین تور لګولی چې د هغوي د رضا پرته یې په منظمه توګه په هغوي تیری کړی.
څارنوالۍ همدرانګه ویلي چې دې سوداګر د دې مرستون څخه ځینې نجونې خپلې شخصي حویلۍ ته وړي او د هغوي څخه یې د "غیرې اخلاقي" کړنو غوښتنه کړې.