د لاس رسي وړ اتصالات

مک کارتي د استازو مجلس مشرۍ څخه لیرې شو


دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د استازو مجلس مشر د دې مقام څخه لیرې کیږي
دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د استازو مجلس مشر د دې مقام څخه لیرې کیږي

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سه شنبه اکټوبر ۳ (تلې ۱۱) په رایه ګیرۍ کې د دې مقام څخه لیرې شو.

پدې مجلس کې د سخت دریځو جمهوري غوښتونکو یوه وړه ډله پدې په غصه وه چې ښاغلي مک کارتي د دیموکراتانو سره همکاري کړې.

دا په تیرو ۲۳۴ کالونو کې لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو په کانګرس کې د استازو مجلس یو شمیر په ۲۱۶ مثبتو او ۲۱۰ منفي رایو د خپل مقام څخه پداسې حال کې لیرې کیږي چې ټاکل شوې په متحده ایالاتو کې بل کال د جمهوري ریاست انتخابات وشي.

د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي، مات ګایتز دوشنبه (اکټوبر دوییمه) ناوخته د ښاغلي مک کارتي د لیرې کیدو په هکله د رای ګیرۍ غوښتنه کړې وه.

دی او نور جمهوري غوښتونکي پدې په غصه و چې مک کارتي د حکومت د لګښتونو لایحه پرته لدې چې په بودجې کې د کموالي لپاره د هغوي غوښتنې په نظر کې ونیسي، منظوره کړې وه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د استازو مجلس د لیرې کیدو په غبرګون کې ویلي چې لیوال دی په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړیو سره د امریکا د ولس په استازیتوب کار وکړي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې هیله څرګنده کړې چې د استازو مجلس به ژر بل مشر وټاکي.

سره لدې چې اکثریت جمهوري غوښتونکو د استازو مجلس مشر پاتې کیدو لپاره ښاغلي مک کارتي ته مثبتې رایې ورکړي، خو دا چې پدې مجلس کې اکثریت څوکۍ د جمهوري غوښتونکو سره دی، ښاغلي ګایتز یوازې څو جمهوري غوښتونکو ته اړتیا درلوده چې د دیموکراتانو سره لاس یو کړي او کیون مک کارتي د خپل مقام څخه لیرې کړي.

د رای ګیرۍ څخه وړاندې جمهوري غوښتونکي استازي ټام کول د خپل ګوند ملګرو ته خبرداری ورکړی و چې مک کارتي دې د مشرۍ څخه نه لیرې کوي.

ښاغلي کول ویلي و: "وړاندې تر دې چې مونږ ګډوډۍ لور ته ټیل ووهئ، اوږد او سخت فکر وکړئ، ځکه که د استازو مجلس مشر لیرې کړو، مونږ همدې لورې ته روان یو".

خو استازي مات ګایتز بیا دې خبرداریو ته په ځواب کې وویل، چې د کیون مک کارتي پر ضد رایه ورکول ګډوډي نده، بلکې زه فکر کوم ۳۳ ټریلونه پور ګډوډي ده. زه فکر کوم ۲.۲ ټریلونه کلنی کسر ګډوډي ده".

د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر دې وړاندې هیڅکله د استازو مجلس کوم مشر د دې مقام څخه لیرې شوی ندی.

پخپله مک کارتي په سمیه ایز وخت د سه شنبې په سهار وړاندې تر دې چې رایه ګیري وشي، خبریالانو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړی و چې د واک څخه به لیرې نشي.

هغه ویلي: "که مې شمار نیولی وی چې څو ځله یو تن غوښتل ما وشړي، زه به ډیر وختي ایستل شوی وی".

د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشر، حکیم جیفریس د سه شنبې په سهار د خپلو همکارانو څخه په یو لیک کې د دې مجلس د مشرۍ څخه د مک کارتي د لیرې کولو غوښتنه کړې وه.

دا مسئله له هغه وروسته مخې ته راغلې چې د استازو په خونې کې لنډه مهاله بودیجه تصویب شوه او مککارتي په دې برخه کې د دموکرات ګوند د غړو په رایو اتکا وکړه. له دغې پرېکړې وروسته، د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې د حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG