په متحده ایالاتو کې یو سپین پوستی امریکايي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ټکزاس ایالت د الپاسو ښار یوې مغازې کې په ډزو کې ۲۳ تنه وژلي و، جمعه جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د محکمې لخوا د ۹۰ پرله پسې عمري قیدونو په سزا محکوم شو.
پیټریک کروسیوس ۲۴ کلن دی او قاضي ویلي چې ښایي د نورې سزا سره هم مخ شي چې یوه یې اعدام ده.
په کروسیوس د کرکې ۵۰ فدرالي تورونه لګیدلي و او هغه پخپل جرم اعتراف کړی.
نوموړي د محکمې د حکم پر وخت د زندان ځانګړې جامې اغوستې وې او پښې او لاسونه یې په زولنو تړل شوي و. د قاضي د حکم له مخې دا ۲۴ کلن سپین پوستی امریکایي به د کلوراډو ایالت په یو زندان کې بندي وي چې تر ټولو سخت امنیتي تدابیر لري.
کروسیوس دا برید په ۲۰۱۹ کال کې د الپاسو ښار چې د مکسیکو پولې سره نږدې پروت دی د والمارټ په مغازې کې کړی و او په برید کې ډیر وژل شوي او ټپي شوي کسان هسپانوي نژاده و.
د پولیسو په راپور کې ویل شوي چې دې برید کوونکي د خپل کور څخه تقریباً ۷۰۰ میله مزل په موټر کې پدې خاطر کړی و چې ځان هغې سیمې ته ورسوي چې ډیری اوسیدونکي یې هسپانویان دي او د برید څخه وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې په "هسپانویانو د یرغل" کولو خبرداری ورکړی و.
دې سپین پوستي امریکایي د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې وروسته تر هغه خپله ګناه ومنله چې فدرالي څارنوالانو وویل د مرګ سزا به نه ورکول کیږي خو داسې ځل د ټکزاس ایالتي څارنوالانو ویلي کله چې ایالتي محکمې ته وړاندې کیږي، د هغه لپاره به د مرګ سزا وغواړي.
تر اوسه نده معلومه چې کروسیوس به څه وخت د ټکزاس په ایالت کې چې دا برید پکې شوی، محاکمه شي.
د پیټریک مدافع وکیل جو سپینسر په محکمې کې قاضي ته وویل چې مؤکل یې "له کاره لویدلي ماغزه" لري او تر څنګ یې دا هم وویل چې هغه د حقیقت خلاف فکر لري چې له کبله یې خیالي فکرونه ورته پیدا کیږي.
سره لدې چې د محکمې د حکم څخه وړاندې پدې برید کې د وژل شويو او ټپي شويو کسانو خپل خپلوانو خبرې وکړلې او د قاضي لخوا د حکم اورولو پر وخت یې هم ځیني په محکمې کې و، خو پخپله د پیټریک د کورنۍ هیڅوک محمکمې ته نه و راغلي.