د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې په شخصي لګښت د اوبو بند جوړ شوی


د خوست په میاخېل مېنه کې د اوبو بند
د خوست په میاخېل مېنه کې د اوبو بند

د خوست مرکز ته څېرمه د میاخېل مېنه پخوا وچه غرنۍ سیمه وه خو له هغه راهیسې چې یو ځايي مشر پکې په خپل شخصي لګښت د اوبو بند جوړ کړی، دا سیمه شنه او ښېرازه شوې ده.

ځايي مشر محمداجان اته میاشتې وړاندې ددې بند د جوړولو چارې پیل کړې چې له بشپړېدو سره یې اوس د سیمې په سلګونو جریبه ځمکه خړوبیږي او خلکو ته د اړتیا وړ اوبه چمتو شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو د بند شاوخوا د نیالګیو په کرلو هم پیل کړی دی. د محمداجان د کورنۍ غړي صالح جان امریکا غږ ته وویل: "اوس ددې ډم د اوبو په مرسته له ۱۷۰ تر ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبیږي، چې اته میاشتې وخت یې ونیوئ او تر ۵۰ کسانو دلته کار کوئ. د ډیم تر څنګ مو دلته ۶۰۰۰ مېوه داره نیالګي هم ایښیدي."

ځايي اوسېدونکي د بند له جوړېدو وړاندې د اوبو له کمښت سره مخامخ وو چې اوس یې تر ډېره دا ستونزه حل شوې ده.

قومي مشر سخي محمد وویل: "دلته اوبه نه وې او دا سیمه د دو غرونو تر منځ وه، کله چې دا بند جوړ شو اوس پدې سیمه کې زموږ خلک ټول هوسا دي."

بل ځايي اوسېدونکي حکمت الله وویل: "پدې سیمه کې هیڅ هم نه وه او یوه غرنۍ علاقه وه، خو چې دا خلک راغله او ابادۍ یې وکړې وروسته د محمداجان له لوري دا ډیم جوړ شو. پخوا دلته اصلآ اوبه نه وې، خو اوس شکر دی شته."

د خوست مرکز ته څېرمه د میاخېل مېنې کروندې د اوبو د یو بند له جوړېدو وروسته خړوبې شوي دي.
د خوست مرکز ته څېرمه د میاخېل مېنې کروندې د اوبو د یو بند له جوړېدو وروسته خړوبې شوي دي.

د خوست سیندیزې حوزې چارواکي د راتلونکې کال لپاره د لسو ذخیروي بندونو د چارو د پیل خبره کوي.

د شمل خرم سیندیزې حوزې رئیس عبدالقیوم ثابت امریکا غږ ته وویل: "د راتلونکې کال لپاره مو وزارت ته وړاندیز کړیدی چې موږ ته ډېر چیک ډمونه او هم ذخیره وي بندونه راکړل شي. د خوست لپاره لس ذخیروي بندونه چې ډېر مهم دي، موږ وزارت ته پیشنهاد کړي دي."

په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه له کلونو روانه ده، د شنونکو په خبره که د اوبو مهارولو ته په تخصصي ډول پام ونشي، د کرهڼي لپاره د اوبو د کمېدو تر څنګ به د څښاک اوبو ته هم لاسرسی سخت شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG