د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د چهل دختران سیمې بزګران د اوبو د بند د جوړولو غوښتنه کوي


عکس: ارشیف - د کجکي بند
عکس: ارشیف - د کجکي بند

په کابل کې سږکال بارانونو د غنمو حاصلات زیات کړي او اکثره بزګران یې د اوبو د اخیستو او څاګانو له وهلو بیغمه کړي خو لا هم ددې ولایت بزګران د زارعتي ځمکو د اوبو د ستونزې د دایمي حل لپاره غواړي چې ورته د اوبو بندونه جوړ شي.

قدرت الله د کابل ولایت د چهل دخترانو په سیمه کې په خپله کرونده کې غنم کرلي دي. هغه وایي سږکال اړ شوی ندی چې د غنمو اوبو کولو لپاره په بیه اوبه واخلي یا څاه ووهي.

هغه وویل:"موږ دا غواړو، زموږ خپل بند دي چې دغه راته جوړ کړي. تېردولت کې منظور شوی و، خو بیایې کارونه پاتې شو، موږ غواړو چې دا بند جوړ شي د دهقانانو ټولې ستونزې حل کیږي او د دې بند سره زیاتې ځمکې خړوبیږي او زیاته اندازه نوې ځمکې خړوبیدی شي."

قدرت الله وایي حکومت د اصلاح شویو تخمونو د ویشلو په برخه کې ضعیفه همکاري کوي. له بلې خوا کروندګرو ته په بازارونو کې د ناسم کیفیت تخمونو موجودیت ستونزې جوړوي، په کوم نوم چې تخم اخلي هغه ډول حاصل نه ورکوي چې دوي یې غواړي او دي بیا هم له حکومته غواړي چې د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

قدرت الله د هیواد په کچه د ټولو کروندګرو څخه غواړي چې هغه فصلونه وکري چې د ځوانانو او د کورنیو د غړو د معتاده کیدو باعث نشي او د مشروع زراعت خواته کلک ګامونه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG