د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له کلک دریځ سره سم او د هغه تر ټوئیټونو وروسته، پر اسلام آباد فشارونه ډېر شوې دي چې گوندې خپله کړنلاره د افغانستان په اړه بدله کړي.
په واشنگټن کې څیړونکې او دیپلوماتان بیا گمان نه کوي چې پاکستان دې په ډېره اسانۍ خپله تگلاره بدله کړي.
په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د امریکا له ولسمشر ډانالډ ټرمپ څخه غواړي چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د سپینې ماڼۍ په تګلارې کې ژر بدلون نه راولي او د عملي کولولپاره ېې دوامدارې هڅې او کوششونه وشي.