په ولسي جرگه کې د کابل ولایت استازی شېر ولي وردگ نن ماښام د خپل کور مخې ته په بمي چاودنه کې ووژل شو.
امنیتي چارواکې وایي چاودنه نن مازدیگر په څلور بجې او دیرش دقیقې هغه مهال وشوه چې ښاغلی وردگ د خپلو زامونو او ساتونکي سره یو ځای د خپل کور مخې ته ورسید او دروازه یې خلاصه کړه.
په چادونه کې د هغه دوه نږدي خپلوان او یو ساتونکی ټپیان شول.
د شیرولي وردگ کور د کابل په پنځمه ناحیه کې د قمبر څلورلارې ته نژدې دی چې د کابل یوه نسبتاً امن سیمه بلل کیږي.
شیرولي وردگ د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردگ ورور وو او د تیرو پنځو کالو راهیسي د ولسي جرگې غړی وو.
هغه په تیرو لسو کلونو کې د خپل ورور فاروق وردگ په څیر په کورني سیاست کې فعاله ونډه اخیستي وه او د ولسي جرگې په داخلي بحثونو او جنجالونو کې یې هم تاودته بحثونه کول.
شیرولي وردگ او فاروق وردگ دواړه د حزب اسلامي سره د روغې جوړې بهیر ته هم ډېر خوشبین ول او د حزب د خبرو اترو هیئت څو ځلې د دوی په کور کې غونډې کړې وې.
د برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.