د کابل جلال اباد لویه لار، چې د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې ښویېدلو له امله تیره اونۍ تړل شوې وه لا هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کابل - جلال آباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې څخه سړک ته د پریوتو ډبرود ایسته کولو او پاکولو په موخه دا لار د څو ورځو لپاره د کوچنیو موټرو پر مخ تړل کیږي.
په دې اعلامیه کې د کوچنیو موټرو چلوونکو ته خبرورکړل شوی، چې ددغې لارې پر ځای دې د کاپیسا ولایت له لارې د کابل او ننګرهار ترمنځ تګ راتګ وکړي:" له ټولو موټرو چلوونکو څخه هیله کیږي چې تګ راتګ په موخه د کاپیسا ولایت تګاب لاره غوره کړي".
د کابل – جلال اباد لویه لار د سپټمبر۱۷ (وږي ۲۵) غرمه مهال د کابل ولایت د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښویېدلو وروسته د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت د لارې د نه خلاصیدو علت غره څخه د ډبرو د ښوېدلو دوام ښودلی و. په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې ویډیوي تصویرونه خپاره شوي، چې په کې لیدل کیږي، چې د غره له لوړو برخو څخه ډبرې د سړک په لور په پرله پسې ډول ښویږي.
دا لار د جمعې او شنبې په ورځو د موتړو د تګ راتګ لپاره په موقت ډول پرانیستل شوې وه، خو اوس ددغې لارې د بیرته جوړولو په موخه دا لار بیرته د موټرو تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
کابل - جلال اباد لویه لاره د افغانستان د ټولو لویو لارو پرتله یوه مصروفه لار ده، چې نه یوازې کابل د دغه هیواد څلورو ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې د افغانستان مرکز کابل د پاکستان د پیښور ښار او د کراچۍ د بندر سره هم نښلوي.
افغان او پاکستاني سوداګر دا لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د کارولو سربیره دغه لار د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د هیوادونو سره د سوداګرۍ لپاره هم کاروي.
افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی. د افغان سوداګرو او پانګوالو د معلوماتو له مخې کابل - جلال اباد لار د کراچۍ د بندر او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تر ټولو نورو لارو سمندر ته یوه نږدې لار ده، چې د همدې له امله افغان او پاکستاني سوداګر په دغه لار د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره کار اخلي.
دا لومړی ځل دی، چې دا لار د یوې اونۍ څخه د زیاتې مودې لپاره تړلې پاتې شوې ده. ددې لارې د تړلو وروسته د کوچینو موټرو چلوونکي د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ له لارې تګ راتګ کوي او د لاریو چلوونکي هم په بدلیو لارو تګ راتګ کوي، خو موټر چلوونکي وايي، چې پر دواړو لارو یې تګ راتګ سخت شوی او لاره یې هم اوږده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه