په کابل کې نن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) په سلګونو کسانو مظاهرې وکړې او د متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي.
دغو اعتراض کوونکو د "ولې زمونږ پیسې نه ازادوئ" او "ایا نړۍ غواړي په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شي؟" شعارونو په لیږدولو سره ویلي چې د امریکا له لورې د افغانستان د پیسو کنګل کیدل پدې هیواد کې ستونزې زیږولي دي.
یو اعتراض کوونکی محمد فهیم، وایي: "نن چې مونږ راټول شوي یو پدې خاطر دي چې امریکا د افغانستان ټولې شتمنۍ کنګل کړي دي. مونږ له امریکا غواړو چې د افغانستان د خلکو کنګل کړې پیسې دې بیرته ازادې کړي، له دې نور دې خلک نه ربړوي."
د روان کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۹.۵ میلیارډ ډالر ستمنۍ کنګل کړې او هغه ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړ؛ هغه اقدام چې ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت یې خورا خراب کړ.
یو بل مظاهره کوونکي فیضاللهوویل چې په امریکا کې د افغانستان د پیسو په کنګل کیدو سره تر ډیره عام خلک تاواني شوي دي. هغه وویل که دغه پیسې ازادې نشي دوی به ړننه او ددې هیواد بهر مظاهرو ته دوام ورکړي.
ښاغلي فیضالله همداشان د امریکا له لورې د افغانستان د پیسو د کنګل کیدو په اړوند د نړیوالې ټولنې په چوپتیا انتقاد وکړ او وویل چې د امریکا دغه اقدام په افغفانستان کې د فقر او لوږې سبب شوی دی.
دغه مظاهرې د طالبانو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د عبدالحق له څلور لارې څخه پیل شوې او بیا اعتراض کوونکو دا مظاهرې د امریکا د سفارت دروازې ته نژدې د یوې ۱۲ ماده ییز پریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسولې.
اعتراض کوونکو پدغه پریکړه لیک کې ویلي: "د افغانانو پیسې باید پرته له قید او شرط څخه ژر تر ژره ازادې شي. ځکه دغه پیسې د افغانستان د ملت دي او دغه پیسې د شخص او یا کومې ډلې سره تړاو نلري."
هغوی د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او ددې هیواد له خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
په کابل کې اعتراض کوونکي پداسې حال کې له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصون غواړي چې له دې دمخه سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو د ازادولو لپاره چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د اګست په میاشت کې کنګل شوي هیڅ عاجل پروګرام نلري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي چې دغه پیسې به د مختلفو دلیلونو په وجه کنګل پاته شي. هغې زیاته کړې چې دا یوه ډیره پیچلې موضوع ده او د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره هغه د خپلو متحدینو سره په همغږۍ په دوامداره توګه ارزوي.
پدې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې وویل چې د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل او ددې هیواد له لورې بندیزونه به د "د یو ملت سره د دښمنۍ" په توګه و؛ڼل شي او د ګډون کوونکو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې له امریکا څخه وغواړي چې دغه بهیر پای ته ورسوي.
هغه دا هم وویل چې د افغانستان د منزوي کولو تاوان تر ډیره خلکو ته رسیږي.
دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، واشنګټن پدې باور دی چې د ژمي په رارسیدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی.
هغه زیاته کړه چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د څو سازمانانو په ګډون د نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي خو زیاته یې کړه چې امریکا دا کار په یوازې سر نشي کولی.
د بهرنیو چارو د وزرت ویاند وویل چې په افغانستان کې دا بشري وضعیت د اوسنیو شرایطو له کبله نه بلکې د افغانستان څخه د امریکا په مشري د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې هم ستونزې ډیرې وې.
هغه د څو کالونو راهیسې وچکالۍ او دوامدارې جګړې او له بلې خوا یو داسې اقتصاد چې د لسیزو راپدیخوا یې اتکا په بهرنیو مرستو وه، د بشري ناورین عوامل یاد کړل.