نن شپه د کابل په کوټه سنګي سېمه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شویدي.
د پیښې په تړاو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي دي:" د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تلاشۍ چیک پواینټ سره نږدې د اوبو یوې ټانکۍ ته د نامعلومو کسانو لخوا لاسي بم غورځول شوی، چې له نیکه مرغه هیڅ ځاني تلفات نلري. "
نوموړي زیاته کړې، هڅه کیږي د پیښې عاملین ژر پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې ځايي اوسیدونکو، ازادي راډیو ته په سیمه کې د ډزو او چاودونو د غږونه پخلی کړی دی.
فورم \ دبحث خونه