د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه د اسرائیلي الوتکو بمبارد؛ فلسطني سخت دریځو پر اسرائیل راکټ ورولي


اسرائیلي الوتکو په غزه کې د اسلامي جهاد د وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې نن شنبه اګسټ شپږمه (زمري ۱۴) د غزې په ښار بمبارد کړی او فلسطیني وسله والې ډلې پر اسرائیل باندې راکټ توغولي.

اسرائیل وایي دې ته اړ شوي چې د اسلامي جهاد وسله والې ډلې پر ضد عملیات وکړي، ځکه چې دغه ډله پر اسرائیل باندې د برید پلان لري.

په غزه کې چې د حماس سخت دریځه ډله په کې واکمنه ده روغتیایي مقامات وایي د اسرائیلي الوتکو په بمبارد کې د ۱۲ وژل شویو کسانو په ډله کې یوه پنځه کلنه نجلۍ هم شامله ده. دوی همداشان وایي چې ۸۰ تنه نور پدغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دوی هغو «عملیاتو ته تیاری نیسي چې یوه اونۍ به دوام وکړي»، دا پداسې حال کې دي چې په غزه کې د بریښنا یواځني مرکز د اسرائیل له لورې د سرحد د تړلو په وجه د تیلو د نشتون له امله فعالیت بند کړی دی.

اسرائیل او د اسلامي جهاد ډلې دواړو د اسلامي جهاد د ډلې د یو مهم مشر الجباري مړینه تائید کړې چې د غزې ښار پر یوې ودانۍ باندې د اسرائیل په برید کې د جمعې په ورځ وژل شوی دی.

د اسلامي جهاد ډله د حماس ډلې متحده ده، خو اکثر په خپل سر عمل کوي. دې ډلې ویلي چې د اسرائیل د بمبارد د «جګړې د اعلان» په معنی دی او په غبرګون کې یې پر اسرائیل باندې په پرله پسې توګه راکټ توغولي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ په اساس فلسطیني وسله والو د اسرائیل پر لور ۱۶۰ راکټ ویشتلي چې د هغه هیواد په مودین ښار کې چې د تل ابیب او بیت المقدس تر منځ پروت دی، د خطر د زنګ د غږیدو سبب شوي دي.

اکثر دغه میزایل د اسرائیل د دفاعي سیستم له خوا دفع شوي او د اسرائیل د امبولانس خدماتو د کومو جدي تلفاتو رپوټ ندی ورکړی.

پدې ترڅ کې مصر، ملګرو ملتونو او قطر د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه پیل کړې ده. خو که د حماس ډله چې غزه یې تر کنترول لاندې ده جګړې ته ورودانګي د جګړې د پراخیدو امکان شته.

د اسلامي جهاد د وسله والې ډلې منابع په نژدې وخت کې د اوربند کول رد وي او د اسرائیل د پوځ یو ویاند فرانس پرس ته ویلي چې پوځ «اوسمهال د اوربند په خبرو کې ښکیل ندی.»

پداسې حال کې چې د شنبې په ورځ هم پر اسرائیل د راکټو ورول او پر غزه د اسرائیلي الوتکو بمبارد دوام درلود دا ویره رامنځته شوې چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ د میاشتې ۱۱ ورځنۍ جګړه بیا تکرار نشي؛ په کومه جګړه کې چې غزه کنډواله او ویجاړه شوه او د اسرائیل د نژدې ښارونو اوسیدونکي مجبور شول چې د فلسطیني راکټ ورونو له ویرې امنو پناه ځایونو ته مخه کړي.

دا رپوټ د رویترز او فرانس پرس اژانسونو د رپوټونو په بنسټ جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG