د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د وروستي وژونکي برید مسوولیت ومانه


عکس ارشیف: په کابل کې د یوې چاودنې ساحه
عکس ارشیف: په کابل کې د یوې چاودنې ساحه

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د کابل ښار په ختیځ کې د سه شنبې د ورځې د خونړي برید مسوولیت منلی، چې د طالبانو د چارواکو په وینا په کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د چهار شنبې په ورځ جنورۍ په ۱۰ (مرغومي ۲۰) داعش د ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د دې ډلې غړو "د پلچرخي زندان د کارکوونکو په موټر" یو بم وچاوه.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په خبره چاودنه د سه شنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۱۹) له غرمې وروسته شوې ده.

خالد ځدران په خپل ایکس حساب کې لیکي دي: "‏نن ماذیګر شاوخوا ۳:۵۰ دقیقې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخیلو سیمه کې د لارې پر سر مارسډیز ډوله موټر پسې یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې. له بده مرغه ۳ تنه عام هېوادوال پکې شهیدان شوي او ۴ نور ټپیان دي."

ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د پېښې په تړاو نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د تېرې شنبې په ورځ د کابل د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې په یو کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر کې د چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، چې پړه یې هم د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستې وه.

د نومبر په میاشت کې د کابل په دشت برچي سیمه کې په یو مسافر وړونکي بس کې بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږه اووه کسان یې ووژل چې پړه یې داعش پر غاړه واخیسته.

ملګرو ملتونو په دشت برچي کې وروستۍ چاودنه غندلې او "په ملکي وګړو د هدفي بریدونو د پای ته رسولو او د افغانستان د هزاره ګانو د لا زیاتې ساتنې او د دې بریدونو د عاملینو د حساب ورکولو" غوښتنه یې وکړه.

د داعش خراسان څانګه له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر اماکنو او ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره توکم اقلیت باندې د خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.


په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اکسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره پدې هیواد کې د داعش بریدونه دوام لري، که څه هم طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې داعش د افغانستان په شاوخوا ۱۳ ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي پټنځایونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG