د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغورنې نړیوالې کمیټې افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول


د ژغورنې نړیوالې کمیټې په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه
د ژغورنې نړیوالې کمیټې په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي ۴) وویل چې په نادولتي موسسو کې د طالبانو له خوا دښځو د کار د منع کولو په پریکړه خپه او ناخوښ دي.

د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) د ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او نن سبا په افغانستان کې څهدپاسه ۸۰۰۰ کارکوونکي لري چې له دې جملې څخه ۳۰۰۰ یې ښځینه کارکوونکې دي.

د ژغورنې نړیواله کمیټه پداسې حال کې په افغانستان کې د خپل فعالیت د بندولو خبر ورکوي چې د افغانستان بشريوضعیت د ناورین حالت ته رسیدلی او په میلیونونو افغانان د بهرنیو خیریه موسسو په مرستو ژوند کوي.

IRC اوسمهال د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د بیړني غبرګون، روغتیا، تعلیم، معیشت او د ژوند ژغورنې نوروبرخو کې فعالیت کوي. دغه موسسه وایي نارینه او ښځینه کارکونکي یې د کلیوالي او ښاري ټولنو سره نږدې کارکوي ترڅو اړتیاوې وپیژني، ډیزاین او پروګرامونه د کلتوري حساسیتونو او ټولنیزو نورمونو سره سم پلي کړي.

په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د ښځینه کارکوونکو په مرسته پهافغانستان کې د روغتیا په برخه کې میلیونونو کسانو ته خدمات وړاندې کوي، ویلي چې له ښځینه کارکوونکو پرته بهروغتیايي خدمتونه نه وي.

دغه سازمان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: «د بې سرحده ډاکټرانو په ټولو پروژو کې اوس مهال ښځینه کارکوونکېکار کوي. هغوی د رواني روغتیا په مرکزونو، بیړنیو خونو، د نري رنځ په څانګو، د جراحي عملیاتو په خونو او د نويزیږیدلو ماشومانو په څانګو او نورو کې ناروغانو ته با کیفیته خدمات وړاندې کوي."

ددغو موسسو له خبرتیاو دمخه نن د ډسمبر په ۲۵ د ماشومانو د ژغورنې موسسې(Save the Children) ، د ناروی دمهاجرت شورا (Norwegian Refugee Council) او د پاملرنې (CARE) موسسې اعلان وکړ چې د ښځو پر کار دطالبانو د بندیز په وجه یې په افغفانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

دغو دریو بهرنیو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې "موږ دښځینه کارکوونکو پرته نشو کولای هغو ماشومانو، ښځو او نارینو ته په اغیزمنه توګه ځانونه ورسووچې سخت محتاج دي."

دغو بهرنیو بنسټونو ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د حیاتي مرستو د دوام لپاره باید نارینه او ښځینهکارکوونکي په مساوي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو مکتوب په داخلي او بهرنیو نادولتي موسسوکې د ښځو او نجونو کار کول منع کړل.

په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو حکم په چټکۍ سره په نړیواله کچه وغندل شواو سازمانونو او هیوادونو خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا پریکړه به بشري خدمتونه اغیزمن کړي؛ هغه خدمتونه چېمیلیونونه افغانان پرې تکیه لري.

XS
SM
MD
LG