د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پوځ: داعش په عراق کې تر ۵۰۰ پورې جنګیالي لري


د عراق د پوځ یو جګپوړی چارواکی وایي د اسلامي دولت یا داعش ډله پدې هیواد کې لا هم تر ۵۰۰ پورې جنګیالي لري.

جنرال قیس المحمدوي چې د داعش په خلاف جګړې کې ائتلافي ځواکونو کې برخه لري یکشنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۱) ټینګار وکړ چې داعش د نویو جنګیالیو جذبولو لپاره وړتیا نوره نلري او غړي یې په لیرو پرتو دښتو او غرونو کې پټ دي.

جنرال المحمدوي همدرانګه وویل چې د روان ۲۰۲۳ کال د فبروري میاشتې په ۲۶ مې د انبار په ولایت کې په عملیاتو کې د داعش ۲۲ غړي ووژل شول او د روزنې کمپ یې هم له منځه ولاړ.

د عراق د دې پوځي چارواکي څخه وړاندې ملګرو ملتونو تیره میاشت په یو راپور کې اټکل کړی و چې داعش ډله په عراق او سوریې کې د ۵ زرو څخه تر ۷ زرو پورې غړي او ملاتړي لري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې شمیرې تقریباً نیمایي یې جنګیالي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې داعش په عراق او سوریې کې پټې شبکې لري چې د پنځلسو څخه تر ۳۰ پورې غړي لري او د جګړې د چریکې چل ول څخه کار اخلي.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمې د حکومت څخه ونیولې او هلته یې "خلافت" اعلان کړ. ګڼ شمیر خلک یې په ډله ایزه توګه ووژل، شکنجه یې کړل، په میرمنو او نجونو یې جنسي تیري وکړل او د مینځو په توګه یې ساتلې. خو دا ډله په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او ۲۰۱۹ کال کې په سوریې کې په تعرضي عملیاتو کې چې امریکا یې ملاتړ کاوه، ماته شوه.

سره لدې چې داعش په دواړو هیوادونو کې کومه سیمه په کنټرول کې نلري خو بیا هم وخت ناوخته په عراق او سوریې کې په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

د عراق پوځ داسې مهال د داعش غړیو شمیر اعلانوي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا هم تیره اوونۍ خبرداری ورکړ و چې منځنی ختیځ د اسلامي دولت "د بندي پوځیانو" له ژر پیښیدونکي ګواښ سره مخ دی.

نوموړي دا خبرداری د سوریې په شمال ختیځ کې د شکمنو جهادیانو او د هغوی د خپلوانو د زندانونو او کمپونو له کتلو وروسته ورکړ.

په بیانیه کې د کوریلا له قوله ویل شوي: "ما د توقیفځایونو د کتلو پرمهال، په بند کې د داعش جنګیالیو دا قریب الوقع تهدیدات ولیدل."

نوموړي زیاته کړه په عراق او سوریه کې د داعش نیول شوي بندیان د یادې ډلي واقعي پوځیان دي او که خوشي شي سیمې او تر هغه هاخوا مناطقو ته به لوی تهدید متوجه کړي.

XS
SM
MD
LG