د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ایران کې د افغان مهاجرې پر مخ د سپېړې وهلو قضیه څېړي


په تهران کې د افغانستان سفارت ویلي د هغې ویدیو په اړه چې ادعا کیږي په کې د ایران د پولیسو یو مامور یوه افغانه مهاجره ښځه پر مخ په څپیړه وهي، د ایراني مقاماتو سره یې تماس نیولی او موضوع په جدي او قانوني توګه څیړل کیږي.

په یوه ویدیو کې چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې لیدل کیږي چې د ایران د عامه نظم قواو یو مامور یوه ښځه پر مخ په څپیړه وهي.

د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو ادعا کړې چې دغه پیښه د تهران په "عسکرآباد کمپ" کې شوې او هغه ښځه چې ددغه مامور د فزیکي برید هدف شوې افغان مهاجره ده چې "د خپل ځوې د کارونو د تعقیبولو" لپاره یې دغه کمپ ته مراجعه کړې ده.

په ټولنیزو شبکو کې ددغې ویدیو خپریدو زیات شمیر غبرګونونه زیږولي او د ایرانیانو په ګډون زیات شمیر کاروونکو ددغه ایراني مامور چلند سخت غندلی او د افغان مهاجرې سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په تهران کې د افغانستان سفارت په فیسبوک باندې د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي چې په ایران کې د میشتو افغان مهاجرو د "ځنیو استازو د شکایت" په وجه دغه موضوع د ایراني مقاماتو سره شریکه شوې ده. پدې پیغام کې راغلي دي: "د هغوی له خوا ژمنه وشوه چې موضوع په جدي او قانوني توګه وارزوي او نتیجه به یې ددې سفارت سره شریکه کړي."

د تهران پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د عسکر آباد په کمپ کې د "یوې افغانې مور سره د چلند" په اړه د ځانګړې څیړنې امر صادر شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د تهران د ختیځ د انتظامیه قوماندانۍ د معاونیت د یو بیان په حواله لیکلي چې ددغه پیښې "د دقیق او چټکې ارزونې لپاره خاص امر" صادر شوی دی.

د افغان مهاجرو سره د ایراني مسولینو او انتظامیه قواو چلند کله نا کله د خبرونو سرلیکه کیږي او په ایران او افغانستان کې د غبرګونونو سبب کیږي.

د ایراني پوله ساتونکو په واسطه د افغان مهاجرو ډوبول، د غیر قانوني افغان مهاجرو پر موټر باندې د ایراني پولیسو ډزې او د ایران په یوه سرحدي سیمه کې د افغان مهاجرو له یوې ډلې سره د ایراني پولیسو بد چلند هغه موارد دي چې په تیرو څو کلونو کې یې سخت غبرګونونه زیږولي وو.

XS
SM
MD
LG