د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: امریکا ضمانت راکړی چې بندیزونه به د مسکو-تهران تجارتي اړیکې نه زیانموي  


د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران
د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې له امریکا څخه یې لیکلی ضمانت ترلاسه کړی دی چې په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې لګول شوي بندیزونه به د روسیې او ایران په تجارتي اړیکو کوم اغیز نلري.

ښاغلي لاوروف نن سه شنبه مارچ ۱۴ (کب ۲۳) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبدالهیان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دا ضمانتونه د ایران د اتومي تړون په متن کې شامل دي.

له شاوخوا لسو میاشتو راهېسې په ویانا کې د ایران اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره مذاکرات روان دي او ویل کېږي چې پایلو ته نژدې شوي دي.

دا مذاکرات څه موده مخکې له هغې وروسته وځنډول شول چې مسکو وویل غربي قدرتونه باید دا ضمانت ورکړي چې په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې لګول شوي بندیزونه به د مسکو او تهران تجارتي ‌روابط نه زیانمنوي.

ښاغلي لاوروف وویل له واشنګټن څخه یې چې کوم ضمانتونه ترلاسه کړي دي، هغه به د ایران په بوشهر اتومي دستګاه کې د مسکو د دخالت ساتنه کوي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې لګول شوي بندیزونه د ایران د اتومي تړون د مذاکراتو سره هېڅ ربط نلري.

واشنګټن تر دې دمه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي چې مسکو به د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د موافقې ممانعت نکوي. وزیر عبدالهیان وویل چې روسیې په دغو خبرو کې رغوونکی او مثبت رول لوبولی دی او د خبرو تر پای او یوې موافقې ته تر رسېدو پورې به د ایران تر څنګ ولاړه وي.

د امریکا حکومت ټېنګار کوي چې د خبرو له لارې د ایران د اتومي‌ تړون بیا احیا کولو ته ژمن دی،‌ خو خبرداری یې روکړی که ایران دپلوماتیک حل ته غاړه کېنږدي، واشنګټن به له نورو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه وتلی و او ویلي وو چې په تړون کې خلا شته او ایران ته یې ګټه ډېره ده.

XS
SM
MD
LG