د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د اروپا د بشري حقونو د څار ادارې څخه د روسیې د شړلو غوښتنه وکړه


اوکراین د اروپا د بشري حقونو د څار د ادارې څخه د مسکو د شړلو غوښتنه کړې او د اروپایي اتحادیې څخه یې غوښتي چې د روسیې د اوسپنې، انرژۍ او تفریحي سکتور باندې دې تازه بندیزونه ولګوي.

د اوکراین صدراعظم دنیز شمیهال چې د ویډیو کنفرانس د لارې یې د اروپا شورا ته وینا کوله د دې شورا څخه چې ۴۶ هیوادونه یې غړیتوب لري، د مسکو د ایستلو غوښتنه وکړله.

ښاغلي شمیهال د شورا د پارلماني اسامبلۍ څخه وغوښتل چې په عاجله توګه دې روسیه د دې شورا څخه وباسي.

هغه ووویل، " هغوي چې د بې دلیله او نه توجیه کیدونکي تیري ملاتړ کوي، پدې اروپایي کورنۍ کې چې د انسان ژوند پکې تر ټولو لوړ ارزښت لري، نشي پاتې کیدی".

اروپایي شورا د اروپایي اتحادیې سره توپیر لري چې مرکز یې د فرانسې د ستراسبورګ په ښار کې دی. دا د اروپا د بشري حقونو د څار تر ټولو لوړه اداره ده او وار د مخه یې پدې شورا کې د مسکو استازیتوب ځنډولی.

خو مسکو د دې شورا لخوا د نورو اقداماتو د مخنیوي څخه وړاندې تیره اوونۍ ویلي چې نور پدې سازمان کې برخه نه اخلي.

روسیه په ۱۹۹۶ کال کې د اروپایي شورا غړیتوب تر لاسه کړ.

د اوکراین صدراعظم پداسې حال کې د اروپایي شورا څخه د روسیې د ایستلو غوښتنه کوي چې ټاکل شوې د دې شورا قانون جوړونکي ځانګړې غونډه کوي چې د نورو اقداماتو تر څنګ پدې شورا کې د روسیې غړیتوب په رسمي توګه ختم کړي.

که دا اقدام وشي دا به په تیرو شاوخوا ۷۰ کالونو کې چې دا شورا جوړه شوې لومړی ځل وي چې د شورا یو غړی ایستل کیږي.

XS
SM
MD
LG