د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یي ‌د اعتراض کوونکو د ځپونکي بسیج ځواک ستاینه وکړه 


د ایران مشر د شنبې په ورځ د نومبر د میاشتې په ۲۶ (لیندۍ ۵) په یوه ټلویزیوني وینا کې د هغو نیمه پوځي رضاکارانو ستاینه وکړه چې دنده یې د مخالفینو او حکومت ضد مظاهره چیانو ځپل دي.

علي خامنه يي په داسې حال کې د خپل هېواد د ملېشو (نیمه پوځیانو) ستاينه وکړه، چې په دغه هېواد کې د سترګو ډاکټرانو خبرداری ورکړی، چې د حکومت ضد لاريونونو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو له خوا زيات شمېر مظاهره کوونکي ړانده شوي دي.


خامنه يي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د رضاکاره څانګې د بسیج ځواکونو په غونډه کې خبرې کولې، د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه، هغه مظاهره کوونکي چې په ټول هیواد کې مظاهرې کوي د متحده ایالاتو لپاره "وسیله" او د امریکا "مزدوران" دي.

خامنه یي وویل: "د بسیجي کلتور د بې نومه مجاهدینو کلتور دی، چې له تمې پرته او د خطر په منلو سره خپل هیواد ته خدمت کوي او د نورو د خلاصون لپاره مظلوم کیږي، لکه څنګه چې په وروستیو پیښو کې هم بسیجيان مظلومانه په میدان کې وو چې ملت د بلواګرو، غافلو او مزدوروعناصرو له خوا قرباني نه شي. "


د ایران مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا د لویدیځې اسیا په هیوادونو کې په لاسوهنې تورنه کړه.

خامنه یي زیاته کړه: "لویدیځ استعمار چې لومړی اروپا او بیا یې امریکا مظهر و، زموږ سیمې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او لري ځکه چې د لویدیځې اسیا سیمه د تیلو، انرژۍ او طبیعي زیرمو اصلي مرکز او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ ارتباطي څلور لارې ده او همدا وجه ده چې په دغه سیمه کې د صهیونیستي جعلي او غاصب رژیم بنسټ کیښودل شو چې لویدیځ د لویدیځې اسیا په سیمه کې د منابعو د لوټلو او د جنګ او تفرقې د رامینځته کولو لپاره یوه اډه ولري. "


د ایران مشر په داسې حال کې د بسیج ځواکونو ستاینه کړې چې د ایران د سپاه پاسداران دې رضاکارې څانګې د حکومت ضد مظاهره چیانو په ځپلو کې چې د ۲۲ کلنې ایرانۍ میرمن مهسا امیني له وژل کیدو وروسته پیل شوي، فعال رول لوبولی دی.

د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کردۍ میرمن مهسا امیني له وژل کیدو وروسته په ټول هیواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې او دا مظاهرې یو له سترو ننګونو څخه دی چې د ایران مشرتابه د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته ورسره مخامخ دی. خو د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهره چیانو ځپل د دې سبب شوي چې په دغه هیواد کې مظاهرې تر ډیره هلته دلته ترسره شي.

د پراخو او سختو فشارونو سره سره د شنبې په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرو دوام درلود. مظاهره کوونکو د کار او سوداګرۍ په برخو کې د اعتصاب غږ کړی دی.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې خامنه يي یوه ورځ وروسته له هغه د بسیج له غړو سره وکتل چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د بسیج له یوې ډلې سره ولیدل او د "امنیت ساتلو" لپاره یې د دوی د هڅو ستاینه وکړه.


د ایران د بشري حقونو د ډلو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو په پایله کې په ټول ایران کې ۴۴۸ کسان وژل شوي او تر ۱۸ زره ډېر کسان نیول شوي دي. خو د ایران حکومت تر اوسه د وژل شویو کسانو او د مظاهره چیانو د ځپلو پر مهال د نیول شویو کسانو د شمېرو له ورکولو ډډه کړې ده.

په ایران کې د سترګو څه باندې ۱۴۰ ډاکټرانو د یوه لیک په خپرولو سره د په سخته توګه د خپلو ناروغانو د سترګو د ټپي کیدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه کسان د فلزي مرمیو او ربړي ګولیو له امله سخت ټپیان شوي دي.

د دې ليک په يوه برخه کې راغلي چې له بده مرغه په ډېرو مواردو کې یو شمیر خلکو د دواړو سترګو دید له لاسه ورکړی دی.

د دغه رپوټ یوه برخه له رویټرز او ایرنا خبري آژانسونو اخیستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG