د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په جرمني کې د خپلو کونسلګریو د تړل کېدو په اړه 'سخت اعتراض' کړی


د جرمني په فرانګفورټ کې د ایران کونسلګرۍ ودانۍ
د جرمني په فرانګفورټ کې د ایران کونسلګرۍ ودانۍ

د ایران حکومت په تهران کې د جرمني شارژدافیر احضار او خپل «سخت اعتراض» یې ورته څرګند کړی دی. جرمني د تهران له لوري‌ د خپل یو تبعه د اعدام په ضد د ایران د دریو کونسلګرو د تړلو پرېکړې کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دا اقدام غندلی او هغه یې «یوه نامعقوله پرېکړه» بللې ده چې «توجیه کېدای نه» شي.

اعلامیه وایي چې د جرمني استازی یې احضار کړی چې د ایران «سخت اعتراض» وروسپاري. جرمني‌ وار دمخه په تهران کې خپل سفیر مارکس پوتزل د سلا مشورو لپاره وربللی دی.

ایران څو ورځې مخکې د جرمني یو تبعه جمشید شارمهد، چې د ایران تابعیت یې هم لره، اعدام کړ. له دغه اعدام وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بییربوک وویل چې برلین به د ایران درې کونسلګرۍ تړي.

هغې وویل: «موږ په دوامداره او په واضحه توګه تهران ته دا خبره کړې وه چې د جرمني د تبعه اعدام کول به بد عواقب ولري.» د ایران کونسلګرۍ به د فرانګفورټ، مونیخ او همبورګ په ښارونو کې تړل کېږي.

د ایران حکومت د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې ۶۹ کلن شارمهد «په ځمکې کې د فساد» خپرولو په تور په اعدام محکوم کړ او بیا د ایران سترې محکمې دا پرېکړه تائید کړې وه.

هغه تورن شوی و چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په شیراز کې په یو جومات کې په هغې بمي‌ چاودنې کې لاس درلوده چې ۱۴ تنه په کې ووژل شول او ۳۰۰ نور ژوبل شول. د شرمهد کورنۍ تل دا خبره کړې چې هغه بې ګناه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د جرمني‌ حکومت دا پرېکړه به «ایرانیان د کونسلګرۍ د خدمتونو او سهولتونو څخه بې برخې» کړي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې د جرمني دا ډول «نه رغوونکی او تقابلي عمل لویه غلطه محاسبه ده او د جرمني حکومت به یې د عواقبو مسئول» وي.

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د ایران استخباراتي ادارې د ۲۰۲۰ کال د اګست په لومړۍ نیټې اعلان کړی و چې د «امام زمان نامعلومو سرتیرو» تر پیچلو عملیاتو وروسته شارمهد ونیوه. د ایران استخباراتي ادارې ویلي چې د متحده ایالاتو او اسرائیل استخباراتي ادارو د شارمهد ډیر ملاتړ کاوه او دا یې هم ویلي چې هغه یې هڅولی و چې ایران ته ولاړ شي.

د د سازمان په ګډون یو شمېر بشري حقونه هم وایي چې تر چین وروسته ایران په نړۍ کې دویم هیواد دی چې هر کال پکه ې ډیر کسان اعدامیږي.

د ایران د بشري حقونو ادارې چې مرکز یې په ناروې کې دی ویلي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر دې دمه ۶۲۷ تنه اعدام شوي دي.

اعدام شوی جمشید شارمهد همدغه راز په متحدو ایالاتو کې د دایمي اوسیدو اسناد یې هم درلودل. متحده ایالاتو ویلي چې ایران اعدامونه په داسې بڼې کوي چې بشري حقونه په کې تر پښو لاندې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG