د لاس رسي وړ اتصالات

 ایران وايي پنځه تنه نور یې هم اعدام کړل


ایران په څه کم یوې اوونۍ کې اته کسان اعدام کړي
ایران په څه کم یوې اوونۍ کې اته کسان اعدام کړي

د ایران د عدلیې وزارت نن دوشنبه مۍ ۱۵ (غوايي۲۵) اعلان وکړ چې پنځه کسان یې د مخدره موادو وسله وال قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د ایران د عدلیې وزارت ویبسایټ [میزان] ویلي دي چې دا کسان «مجرمان او د مخدره موادو د وسله وال قاچاق کوونکي» وو چې د ایران د عالي محکمې په حکم اعدام کړل شول.

د میزان ویبسایټ د ایران د جنوبي ولایت «هورمزګان» د محکمې د مشر مجتبی غرماني له خولې لیکلي دي چې په دغو کسانو باندې«د اعدام حکم په سهار کې د بندر عباس او میناب په زندانونو کې تطبیق» شوی دی.

په دې سره په ایران کې په څه کم یوې اوونۍ کې د اعدام شویو کسانو شمېر اتو ته ورسېده.د چهارشنبې په ورځ ایران درې نور کسان هم د قاچاقو په تور اعدام کړل.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په ایران کې د اعدام کېدونکو کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ایران په نړۍ کې تر چین وروسته دویم هېواد دی چې په یو کال کې یې ډېر کسان اعدام کړي دي.

ایران همدغه راز د دوشنبې په ورځ دوه کسان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام کړل. متحدو ایالتونو او د بشر حقونو سازمانونو د ایران دا کار غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څانګې مشر ولکر ترک په ایران کې د اعدامونو د مخ په زیاتېدونکې لړۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې ایران هره اوونۍ په اوسط ډول څه باندې ۱۰ کسان اعداموي.

د روان میلادي کال له پیل راهېسې په ایران کې ۲۱۰ تنه اعدام شوي چې اکثریت یې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور محکوم شوي وو، خو ملګري ملتونه وايي ممکن د اعدام شویو کسانو شمېر تر دې زیات وي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې ایران تېرکال ۵۲۸ کسان اعدام کړي دي، وړم کال یې ۳۳۳ کسان اعدام کړي وو.

XS
SM
MD
LG