د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوه کسان د غلا په تور په اعدام محکوم کړل


ایران په نړۍ کې له چین وروسته ترټولو زیات خلک اعداموي - راپور
ایران په نړۍ کې له چین وروسته ترټولو زیات خلک اعداموي - راپور

په ایران کې یوې محکمې دوه کسان د وسله والې غلا په تور په اعدام محکوم کړي دي. د تهران محکمې دا کسان "له خدای سره په دښمنۍ" پړه ګڼلي دي.

د ایران د عدلیې وزارت اړوند د میزان انلاین خپرونې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) خبر ورکړ چې د اپریل اتمې د تهران پر عمومي سرک د غلا په قضیه کې یو بل تن په ۲۵ کلونو زندان محکوم شوی دی.

میزان لیکلي: "د تهران انقلابي محکمې ۲۸مې څانګې دوه کسان د وسله والو شوکو، ناامنۍ ایجادولو او خدای سره دښمنۍ په جرم په اعدام محکوم کړل."

درې واړه کسان د ایران په ستره محکمه کې د استیناف غوښتلو حق لري.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورې نړیوالې ادارې وايي، ایران له چین وروسته په نړۍ کې ترټولو زیات خلک اعداموي.

په ناروې کې میشتې د ایران د بشري حقونو ادارې د معلوماتو له مخې، په ایران کې د ۲۰۲۴ په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۹ کسان اعدام شوي چې ۱۰ یې ښځې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG