د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د کسپین په بحر کې د "دیلمان" جنګي کښتۍ په بحري ځواکونو کې وراضافه کړه


د دیلمان جنګي کښتۍ ۱۴ سوه ټنه وزن لري او د کروز توغندیو وارولو توان لري.
د دیلمان جنګي کښتۍ ۱۴ سوه ټنه وزن لري او د کروز توغندیو وارولو توان لري.

د ایران دولتي خبري اژانس دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) ویلي چې د دې هیواد بحري ځواکونو د "دیلمان" په نامه جنګي کښتۍ چې د کروز توغندیو وارولو توان لري، د کسپین په بحیري کې د بحري ځواکونو په قطعې کې وراضافه کړه.

دیلمان د ایران په شمال کې د یو ښار نوم دی.

د ایران خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا جنګي کښتۍ ۱۴ سوه ټنه وزن، ۹۵ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري او د دې وړتیا لري چې د نورو کښتیو له منځه وړلو لپاره هغه توغندي وار کړي چې هدف ته تر رسیدو وروسته چوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا نوې جنګي کښتۍ کولی شي د جنګي کښتیو، بې پیلوټه یا ډرون الوتکو، هیلوکوپترو، اوبتلونو او الوتکو په ګډون تر ۱۰۰ ډیر هدفونه په یو وخت کې په نښه کړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري چې د دې نوې جنګي کښتۍ د فعالیت پیل کیدو په مراسمو کې یې ګډون کړی و، کسپین یې د سولې او ملګرتیا بحر وباله.

هغه وویل چې د ایران بحري ځواک به د کسپین په بحیرې کې د "سوداګریزو کښتیو امنیتي چارې بهتره کړي، د ترهګرو مقابله به وکړي او په راتلونکې کې د پیښو مخنیوی به وکړي".

دا د کسپین په بحیرې کې چې په نړۍ کې په هیوادونو کې دننه د اوبو تر ټولو ستره بحیره ده، د ایران د بحري ځواکونو شپږمه جنګي کښتۍ دې چې ځای پر ځاي کوي یې. پدې بحیرې کې روسیه، آزربایجان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران شراکت لري.

د کسپین په بحیرې کې وخت وناوخته د ایران جنګي کښتۍ د اوبو هغې برخې ته ورځي چې د روسیې او آزربایجان کښتۍ پکې دیره دي خو ایران په عین حال کې په آزربایجان لدې کبله هم انتقادونه کړي چې د اسرائیل سره نږدې نظامي اړیکي پالي.

پدې بحیرې کې تر ټولو ستر بحري ځواک د روسیې دی خو ایران هم د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا پدې بحیرې کې خپل د بحري ځواکونو شتون پراخولو لپاره یو لړ هڅې کړیدي او د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې پدې خپل قوت ډیر کړی.

ایران همدرانګه د کسپین بحیرې په غاړې کې د بحري ځواکونو درې اډې لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG