د لاس رسي وړ اتصالات

د هند سترې محکمې هغه امر لغوه کړ چې د 'مذهب پر اساس یې رستورانونه وېشل'


د هند د اتر پردیش په متهورا ښار کې د تاوتریخوالي له کبله تړل شوی یو رستوران
د هند د اتر پردیش په متهورا ښار کې د تاوتریخوالي له کبله تړل شوی یو رستوران

د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمری لومړۍ) هغه امر لغوه کړ چې د منتقدینو په باور غوښتل یې رستورانونه د مذهب پر اساس ووېشي.

د اتر پردیش او اتراکنډ ایالتونو حکومتونو تېره اونۍ رستورانونو ته امر کړی و چې د خپلو مالکانو نومونه د رستوران مخې ته ځوړند کړي.

دغه دواړه ایالتونه پر هغه مسیر واقع دي چې په زرګونو هندوان هر کال د شریروان په سپیڅلې میاشت کې د "کانوړ یاترا" د مذهبي‌سفر لپاره ورباندې تیريږي. په دواړو ایالتونو کې د صدراعظم نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند حاکم دی.

د دوشنبې د ورځې په خپل لومړني حکم کې، سترې محکمې وویل که څه هم رستورانونه اړتیا نلري چې د خپلو مالکانو نومونه د رستوران مخکې ته ځوړند کړي خو اړ دي چې د هغو خوراکي توکو نومونه مشخص کړي چې خرڅلاو ته یې وړاندې کوي.

محکمه به د جمعې په ورځ دا قضیه بیا وڅیړي.

د اتر پردیش حکومت، چې لومړی یې دا قانون پلي کړی و، ویلي چې دا پرېکړه یې د زیارت کوونکو هندوانو د عقیدې د پاکوالي د ساتلو لپاره کړې وه.

ډیری مذهبي هندوان د شریوان په میاشت کې د ماهي او نورو غوښو له خوړلو څخه ډډه کوي.

خو د بهارتیا جنتا ګوند د یو شمېر متحدینو په ګډون منتقدینو وویل چې دا امر د دې لپاره و چې زیارت کوونکي د مسلمانانو د خوړنځایونو له ملاتړ څخه منع کړي.

د اتر پردیش او اتراکنډ ایالتونه په دې وروستیو کې د فرقه ییز تاوتریخوالي شاهدان دي، او منتقدین په دغو ایالتونو کې د بهارتیا جنتا ګوند مشران د لږکیو مسلمانانو په ځورولو تورنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG