د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په یوې مذهبي غونډې څه باندې ۱۰۰ کسان تر پښو لاندې مړه شوي


په مړو شویو کې ۲۵ ښځې او دوه نارینه دي (عکس: ارشیف)
په مړو شویو کې ۲۵ ښځې او دوه نارینه دي (عکس: ارشیف)

هندي چارواکو د سه شنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۲) وویل چې په شمالي ایالت اترپردیش کې د هندوانو په یوه مذهبي غونډه کې په لسګونو کسان په ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې شوي، لږ تر لږه ۹۷ تنه مړه شوي، ګڼ نور ژوبل دي او وېره ښودل شوې چې د مرګ ژوبلې شمېر به لوړ شي.

په دغه ایالت کې د علیګر د پولیسو کمیشنر چایترا وی وویل چې تر دې دمه د ۹۷ کسانو مړینه تائید شوې ده.

د اترپردیش د عامې روغتیا کارکوونکي رام موهن تیواري فرانس پرس ته وویل: "موږ تر اوسه پورې ۲۷ مړي ترلاسه کړي دي ... نور جسدونه هم په لار دي."

د نوي ډیلي جنوب ختیځ لور په ۱۴۰ کیلومترۍ کې په هاتراس ښار کې د هندوانو د شیوا د نمانځلو لپاره خلک راټول شوي وو. د عامې روغتیا رئیس اومیش کمار ترپاټي خبریالانو ته وویل چې په مړو شویو کې ۲۵ ښځې او دوه نارینه دي.

تریپاټي د پېښې لامل په مذهبي مراسمو کې ګڼه ګوڼه وښوده او زیاته یې کړه چې یو شمېر ټپیان هم روغتون ته لیږدول شوي دي.

په هند کې د لویو مذهبي جشنونو په ترڅ کې په عبادت ځایونو کې مرګونې پیښې عامې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې په کیرالا ایالت کې د هندوانو د نوي کال په مناسبت په یو معبد کې د پټاقیو په یوه ستره چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱۲ کسان مړه شول. دا چاودنه د کانکریټي ودانیو په منځ کې وشوه او په معبد کې چې په زرګونو کسان پکې راټول شوي وو، اور ولګېد.

په ۲۰۱۳ کال کې په مدهیا پردیش ایالت کې یو معبد ته څېرمه پر یو پل باندې د د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱۵ عبادت کوونکي تر پښو لانډې او مړه شول. په دې سیمه کې له ۴۰۰ زرو څخه زیات خلک راټول شوي وو، او خلک هغه مهال تر پښو لاندې شول چې اوازه خپره شوه چې پل د نړېدو په حال کې دی.

په ۲۰۰۸ کال کې د شمالي ښار جودپور په یوې غونډۍ باندې په ګڼه ګوڼه کې د خلکو تر پښو لاندې کېدو په پېښه کې شاوخوا ۲۲۴ عبادت کوونکي مړه او په سلګونو نور زخمیان شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG