د لاس رسي وړ اتصالات

هند په المپیک کې د سرو زرو مډال ګټونکي ته دوه میلون ډالر انعام ورکوي


نیرج چوپړه د هند لومړنی لوبغاړی شو چې د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټي.
نیرج چوپړه د هند لومړنی لوبغاړی شو چې د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټي.

د جاپان د ټوکیو د المپیک په سیالیو کې د نیزې وارولو په سیالیو کې هندي لوبغاړي نیرج چوپړه د سرو زرو مډال وګاټه. دا لومړی ځل دی چې یو هندی لوبغاړي د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټي.

د هریانا ایالتي حکومت چې د چوپړه پلرني ټاټوبی دی ویلي چې دې لوبغاړي ته د سرو زرو د مډال ګټلو په خاطر ۶۰ میلیون هندۍ روپۍ ورکوي چې ۸۰۰سوه زره امریکایي ډالر کیږي.
د هند نورو ایالتي حکومتونو د ښاغلي چوپړه سره د ۴۰۰سوه زرو امریکایي ډالرو او په هند کې د پوهنې مشهورو کمپنیو د ۲۷۰ سوو زرو امریکایي ډالرو جایزو ژمنې کړیدي.

د (Byju) کمپنۍ مشر ، بایجو رویندرام چې د پوهنې د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ ده ویلي چې هند باید خپل لوبغاړي په اتلانو بدل کړي او زیاته یې کړه چې " مونږ باید د ورزش سره د مېنې لرونکي ملت پر ځای باید په ورزش کوونکي ملت بدل شو. "

د هند کرکټ بورډ او د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) یوې لوبډلې، چنای سوپر کینګز چې مهندرا سینګ دوني یې کپتان دی، دواړو یې ژمنه کړې چې د سرو زرو لومړي مډال ګټونکي نیرج چوپړه ته به ۱۳۵ زره امریکایي ډالر د جایزې په توګه ورکوي.

ښاغلی چوپړه به همدارنګه د هند د المپیک د اتحادیې نه ۱۰۰ زره امریکایي ډالر انعام تر لاسه کړي.
یو شمیر نورو هندي کمپنیو د دې اتل سره د وړیا سفرونو، عصري موټرو او نغدو انعامونو ژمنې کړي چې په ټولیزه توګه یې ارزښت تر دوو میلیون امریکایي ډالرو پورته کیږي.

نیرج چوپړه ۲۳ کلن ده. هغه د ټوکیو د المپیک په سیالیو کې نیزه ۸۷.۵۸ متره لیرې واره کړله او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
چوپړه د المپیک په سیالیو کې د هند تر ټولو بریالی لوبغاړی شو. هغه سږ کال د سرو زرو مډال د ګټلو تر څنګ دوه د سپینو زرو او څلور د ژیړو مډالونه ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG