د هند د سیرم انستیتوت چې په نړۍ کې د واکسین ستر تولیدي شرکت بلل کیږي، له هغو هېوادونو څخه چې د کروناویروس ضد واکسین ته په تمه دي، غوښتي چې حوصله وکړي.
دغه شرکت وايي لارښوونه ورته شوې چې لومړی د هند اړتیاوې پوره کړي او بیا نورو هېوادونو ته دې واکسین تولید کړي.
د شرکت مشر ادار پونه والا نن یکشنبه فبروري ۲۱ (کب۳) په خپل ټویټر کې لیکلي دي هڅه به وکړي چې د هند او نړۍ د ضرورتونو ترمنځ توازن وساتي.
د سیرم دغه هندي شرکت د «اکسفورد» او «استرازنیکا» کروناضد واکسینونونه تولیدوي. هند د کرونا ضد واکسین د کمپاین په لړ کې خپلو۳۰۰ میلیون وګړو ته همدا واکسین کوي.
د بنګله دېش او برازیل په ګډون هغه هېوادونه چې متوسط او کم عواید لري، د دغه شرکت په واکسین تکیه کوي چې د «کوویشیلد» په نوم بازار ته وړاندې کیږي.
د کاناډا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د دغه واکسین غوښتنه کوي. برتانانوي چارواکي هم د دغه هندي شرکت د واکسین د تولید بهیر ارزوي چې د «کوویشیلد» واکسین برتانیا او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته انتقال شي.
په هند کې چارواکي وايي په شاوخوا یوه میاشت کې یې ۱۱ میلیون خلکو ته د کروناضد واکسین کړی دی.
په هند کې دا مهال ۱۰.۹ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي او تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې په دغه ویروس اخته دي.
په هند کې هره ورځ شاوخوا ۱۲زره د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.
د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.
د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې دا مهال په نړۍ کې ۱۱۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوياو څه باندې ۲.۴۶ میلیون نوره مړه شويدي.