په پاکستان کې چارواکو د دوشنبې په ورځ، دسمبر ۲۳ (مرغومي درېمه) وویل چې ددغه هېواد د زنداني شوي پخواني صدراعظم عمران خان ګوند له زندان څخه د هغه او یو شمېر سیاسي فعالینو د خوشې کولو لپاره له حکومت سره خبرې کړي دي.
عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند د ۲۰۲۴ په فبروري کې د عمومي ټاکنو راهیسې له حکومت سره خبرې نه دي کړي. ددغو ټاکنو په پایله کې شهباز شریف د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې د فبروري په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ په اسلام اباد کې مذاکرات د ملي شورا د رئیس ایاز صادق د هڅو او منځګړیتوب په نتیجه کې ترسره شوي دي.
ایاز صادق وویل چې خبرې اترې "په ښه فضا کې" ترسره شوې او ټاکل شوې چې دواړه خواوې به د جنوري په دوهمه بیا خبرو ته کښیني.
د تحریک انصاف ګوند د خپل مشر ترڅنګ له قید څخه د ټولو هغو کسانو د خلاصون غوښتنه کوي چې په پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ د لاریونونو په ترڅ کې نیول شوي دي.
عمران خان د ۲۰۲۲ په اپریل کې د پارلمان څخه د عدم اعتماد رایه ترلاسه کړه او له هغه راهیسې یې په خلاف په محکمه کې له ۱۸۰ ډیرې قضیې ثبت شوي دي. هغه تېر کال د یوې قضیې په تړاو زنداني شو.
که څه هم د عمران خان په خلاف دا قضیه د استیناف په محکمه کې لغوه شوه خو نوموړی د نورو قضیو په تړاو تراوسه په زندان کې پاتې دی.
فورم \ دبحث خونه