د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک او د پېسو نړیوال صندوق: دغزې جګړه د نړۍ اقتصاد له خطر سره مخ کوي


د غزې جګړه
د غزې جګړه

د پېسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک نن دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۳) وویل چې په غزې کې جګړه او له دې جګړې سره تړلې په سرې بحیري کې په تجارتي کښتیو باندې بریدونه د نړۍ اقتصاد ګواښي.

د پېسو د نړیوال صندوق یو مقام کرستالینا جورجییوا ویلي دي چې د حماس-اسرائیل ترمنځ جګړې وار د مخه په شمالي افریقا کې اقتصاد ته زیان رسولی دی.

جورجییوا وویل که دا جګړه اوږده شي، په نړۍ باندې به هم اغیز وکړي. کرستالینا جورجییوا دا خبرې په دوبۍ کې د نړۍ د حکومتونو په کلنۍ غونډې کې سیاسي او تجارتي مشرانو ته وکړې.

هغې وویل: «زه د دغې جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښنه لرم، که اوږده شي (نورو سیمو ته یې) د غځېدو خطر هم زیاتېږي. دا مهال د سویس په کانال کې د دغې جګړې د غځېدو خطر مشاهده کوو او ګورو چې د ایران له ملاتړ برخمن حوثي یاغیان په سرې بحیرې کې په انتقالاتو باندې بریدونه کوي.»

حوثي یاغیانو وایي دا بریدونه د غزې د فلسطینیانو په ننګ کوي، د دغو بریدونو له کبله تجارتي کښتۍ مجبورې دي چې خپلې لارې بدلې او اوږدې کړې.

د تجارت او پراختیا په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تېره میاشت خبر ورکړي چې د سویس کانال له لارې نړیوال تجارت ۴۰ فیصده کم شوی دی.

په همدې حال کې د نړیوال بانک مشر اجي بنګا په دې غونډې کې وویل چې هغه څه چې په غزې، اوکراین او سرې بحیرې کې پېښېږي، د نړۍ عمده اقتصادي مشکلات ګڼل کېږي.

نوموړي وويل چې د تېرو ۵۵ کالونو په پرتله روان کال کې اقتصادي وده په ټېټې کچې کې وي او ویې ویل چې «او دا هغه څه دي چې باید له نژدې څخه یې تر نظارت لاندې ونیسو».

د اسرائیل مقامات وايي چې د حماس جنګیالیو د تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۱۴۰ تنه یې ووژل.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۲۸۰۰۰ وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG